روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هنرمندان دې ټولنه د پرمختګ په لور رهبری کړی

دجګړې دقربانیانو دانځورګرۍ  هنر نندارتون د چهارشنبې په ورځ  د هنرستان په ریاست کې پرانیستل شو .  په دې نندارتون کې جګړې د قربانیانو درسامۍ او انځور ګرۍ ١۴٧آثار چې د غلام محمد میمنګی  د شاګردانو په واسطه  برابر شوې دی  نندارې ته وړاندې شول . د دغه نندارتون دپرانیستلو په مراسمو کې د هنرستان رییس محمد هاشم شارق د رسامۍ او انځور  شویو آثارو په باب  معلومات  ورکړل او ویې ویل، چې دغه نندارتون د جګړې د قربانیانو په درناوی جوړ شوى دى . شارق له مسوولینو د ملاتړ د غوښتنې او د هنر په برخه کې د ځینو ستونزو د بیانولو په ترڅ کې وویل: موږ ویاړو چې نن زموږ یوولسو شاکردانو دکمپیوتر د ډیزاین له برخې څخه دفراغت سندونه  ترلاسه کړل اودماشومانو له برخې څخه شپږو لوړ ټولګی ته ارتقا وکړه.د ده دڅرګندونوله مخې، همدا اوس  ٢٠٣شاګردان  په دې ریاست کې تر روزنې لاندې دی. دغه راز د  اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت د هنر او فرهنګ  معیین  پوهاند محمد رسول باوری ددغه شان نندارتون جوړول وستایل او زیاته یې کړه، چې هنر په ټولنه کې  د فکری بدلون سبب کېږی .    باوری وویل:  هغه کسان چې دکمپیوتر د ډیزاین له برخې څخه  فارغ شوی دی  له ځانه دې  خلاقیت وښیی  او هغه هنری آثار  چې دټولنې اړتیا ده  چمتو کړی .  ده  له هنرمندانو څخه وغوښتل، چې په خپلو خلاقو افکاروسره ټولنه دترقی او پرمختګ په لور  رهبری کړی.دمراسمو په پاى کې  شاګردانو ته تصدیق لیکونه او استادانو ته ستاین لیکونه ورکړى شول .      باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید