روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هند کشمیر ته نور سرتېری استولی

هند خپل کشمیر ته نور سرتېری واستول او زرګونو سېلانیانو ته یې امر وکړ چې له دې سیمې ووځی.په همدې حال کې پاکستان د امریکا له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل ،چې د کشمیر پر سر د اوږدې لانجې د حل لپاره منځګړتوب وکړی. د پاکستان پولیسو وړمه ورځ وویل: هندی ځواکونو د دوو کشمیرونو ترمنځ د کنټرول کرښې له هغې غاړې ګولۍ ویشتلې، چې له کبله یې د پاکستانی کشمیر د سرحدی کلیو په خلکو کې وېره خپره شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید