روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هند په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزی

هندی رسنیو راپور ورکړی، هندی چارواکی هم لېوال دی، چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزی او دیپلوماتیک فعالیت پیل کړی.هندو ورځپاڼې په راپور کې ویلی، متحده عربی اماراتو، جرمنی، جاپان او د اروپایی ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیا پرانیستلو پر امکاناتو خبرې پیل کړې دی.سرچینه زیاتوی، چې دغه کار هند هم دې ته لېواله کړی، چې په افغانستان کې د خپل حضور پر لارو چارو غور وکړی او خپل سفارت پرانیزی.ورځپانې د ځینو هندی چارواکو له قوله ویلی: په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور او سفارت پرانیستل په دې مانا نه‌ دی، چې اسلامی امارت په رسمیت وپېژندل شی.په راپور کې دغه راز ویل شوی، هند غواړی په افغانستان کې له نوی حکومت سره اړیکی ولری، څو وکولای شی له خلکو سره مرستې وکړی.د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د متحده عربی اماراتو په ګډون عربستان، جاپان او جرمنی هېوادونو ویلی وو، چې غواړی خپل سفارتونه په افغانستان کې بېرته پرانیزی.

ممکن است شما دوست داشته باشید