د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د هندوستان د سوداګرۍ وزیر سوبرامونیم ویلی، چې هیواد به یې پر بندیزونو سربېره اړمنو هیوادونو ته د غنمو صادرات دوامداره وساتی. ده دغه راز ویلی، چې دوی به خصوصی شرکتونو ته د پخوانیو ژمنو پر بنسټ اجازه ورکړی ،چې تر راتلونکې جولای میاشتې بهرنیو هېوادونو ته نږدې څلور اعشاریه درې میلیونه ټنه غنم صادر کړی. هندوستان په تېر میلادی کال کې نورو هیوادونو ته شاوخوا یو میلیون ټنه غنم صادر کړی. راپورونه وایی چې د هند حکومت وروسته له هغه د غنمو پر صادرولو بندیز ولګاوه، چې په هندوستان کې دننه د غنمو بیې له ټولو لوړې کچې ته وختې.