روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هند د مرسته شویو غنمو بله جوپه هم افغانستان ته را ولېږله

د هند د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د دغه هېواد له خوا د مرسته شویو غنمو د یوې بلې جوپې د لېږلو خبر ورکړی دی.دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، چې له پنځوس زره ټنه مرسته شویو غنمو څخه یې د ۳ زره متریک ټنه غنمو یوه بله جوپه هم افغانستان ته لېږلې ده.د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوی، دا غنم د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول شوی دی.سرچینې زیاته کړې، تر اوسه یې د خوړو نړیوال سازمان په همکارۍ ٣٣۵۰۰ مټریک ټنه غنم افغانستان ته لېږلی دی.هند له دې وړاندې هم له افغانستان  سره د غنمو او درملو په برخه کې مرستې کړې وې.د یادونې وړ ده، چې هند افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې په خاطر هم دوه الوتکو کې مرستې افغانستان ته را رسولې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید