روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هند د افغانانو په مشرۍ د سولې د بین الافغانی مذاکراتو ملاتړ کوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماسخوتن د هند له لومړی وزیر نریندرا مودی سره په پلازمېنه بېشکیک کې وکتل .په دې کتنه کې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادی او ترانزیټی همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.جمهور رییس غنی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو قدردانۍ وکړه او وې ویل: باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسی غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب او مسوولیت دی او د سیمې هېوادونه دې د افغان سولې پروسې لپاره خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړی.د هند لومړی وزیر له  افغانستان سره په بېلابېلو  برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې یو ځل بیا د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ او وې ویل: هند به د افغان دوست او ستراتیژیک ملګری په توګه د افغانستان تر څنګ وی. نوموړی زیاته کړه: هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغانی مذاکراتو ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید