د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
هند وایی: د افغانستان په وړاندې ىې دریځ با ثباته دى او د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوی. د افغانستان د سولې په چارو کې د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد له هندی چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړی.د هند د بهرنىو چارو وزارت وىاند رووىش کومار د تېرې جمعې په ورځ خبری کنفرانس ته وىلی چې هندی چارواکو ښاغلی خلىلزاد ته د سولې په برخه کې له خپلو همکارىو ډاډ ورکړ.نوموړی ووىل:(( ښاغلی خلىلزاد د بهرنىو چارو له وزىرې سوشما سواراج او د بهرنىو چارو له سکرتر وىجې ګوکهالی سره په دې خبرې وکړې چې امرىکا څنګه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او پخلاىنې هڅه کوی، موږ له خپله اړخه ډېره ښه واضح کړه چې په افغانستان کې د سولې او پخلاىنې پروسه باىد د افغانانو په مالکىت، مشرۍ او کنټرول کې وی، د افغانستان په اړه زموږ درىځ معلوم او ډېر ثابت دى، هند د افغانستان د سولې او پخلاىنې له پروسې ملاتړ کوی.))ښاغلی کومار ووىل: د هند په درىځ کې هېڅ بدلون نه دى راغلى او تل به د افغانستان د سولې د پروسې همکار وی.خلىلزاد داسې وخت له هندی چارواکو سره د افغان سولې په باب خبرې وکړې چې د رپوټونو په اساس، د هند د پوځ لوى درستىز جنرال بپىن راوټ د تېرې پنجشنبې په ورځ لېوالتىا ښودلې چې هند هم د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې شامل شی.د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت د اعلامىې له مخې، زلمى خلىلزاد چې د جنورۍ له اتمې تر ىووىشتمې هند، چىن، افغانستان او پاکستان ته په سفر وتلى، هدف ىې دا دى چې چارواکی د بىن الافغانی سىاسی جوړجاړی د زمىنې برابرولو ته وهڅوی.ښاغلی خلىلزاد تېر وار هم د سىمې او نړۍ هېوادونو ته د مهالوېش په اساس سفرونه وکړل او اوس به له هند وروسته چىن ته روانېږی. د افغانستان د سولې په چارو کې خلىلزاد د پنجشنبې په ورځ په نوی ډهلی کې د رىسىنا ډىالوګ ګډونوال هم و دغه راز د افغان سولې لپاره د امرىکا د متحدو اىالاتو ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۲مه» پر خپل ټوېټر وىلی چې:(( زموږ هېوادونه له افغانستان سره اوږد مهاله ژمنې لری، موږ په دې اړه چې په افغانسان کې څنګه ىوه تلپاتې سوله ټىنګېداى شی خبرې وکړې او پر دوه اړخىزو او سىمه ىىزو ممکنو همکارىو باندې مو هم خبرې وکړې.)) ښاغلی زلمی خلىلزاد د روانې جنورۍ مىاشتې پر ۸ مه د افغان سولې په تړاو سىمې ته خپل څلورم سفر پىل کړ. نوموړى لومړى هند ته ولاړ او ټاکل شوې تر هغه وروسته چىن، پاکستان او افغانستان ته هم سفر وکړی. د هند د بهرنىو چارو وزارت هم تېره ورځ ووىل چې د ىو باثباته افغانستان لپاره د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوی. هندی چارواکو همدارنګه له ښاغلی خلىلزاد سره د لىدنې پرمهال د افغان سولې په برخه کې له خپل اړخه د همکارىو ډاډ ورکړى دى.د دغه هېواد د بهرنىو چارو وزارت وىاند روىش کومار پر خپل ټوېټر لىکلی: (( د هند د بهرنىو چارو وزىرې سوشما سواراج د افغانستان د پخلاىنې لپاره د امرىکا له ځانګړی استازی، ښاغلی زلمی خلیلزاد سره وکتل. دواړو لورىو په افغانستان کې د سولې او پخلاىنې په اړه خپل نظرونه سره شرىک کړل.)) دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د هند د پوځ مشر وىلی و چې هند هم باىد له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې شامل شی چې خبر شی څه روان دی.هند له افغانستان سره له امرىکا، جرمنی او جاپان وروسته څلورم لوى مرسته کوونکى هېواد دى.