د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په هند کې د نىېچر بىسټ په نوم د افغانستان د کرنىزو توکو دوه ورځنى لوى نندارتون دتېرې جمعې په ورځ پرانىستل شو.په دې نندارتون کې د افغانستان وچې او تازه مېوې، د طبی درملو بوټی، شات او زعفران نندارې ته اىښودل شوی دی.د نىچر بىسټ په نوم دا نندارتون د امرىکا دپراختىاىی ادارې او د سوداګرىزې بڼوالۍ په مرسته د افغانی تولىداتو د بازار موندنې په هدف جوړ شوى دى. د کرنې وزارت وىاند اکبر رستمی په دې اړه واىی: د ممبۍ ښار د دغه نندارتون په ۵۷ غرفو کې افغانی تولىدات اىښودل شوی چې ۸۰۰ سوداګرو ورته د راتګ نوملىکنه کړې ده.رستمی دا نندارتون افغانی محصولاتو ته د بازار ښه فرصت بولی او په اټکلی ډول واىی: افغانستان تمه لری د ۳۰ مىلىونه ډالرو قراردادونه له دې نندارتونه راوړی.افغانستان له دې وړاندې هم د هند په نړىوال نندارتون کې د خپلو لاسی توکو او تولىداتو لپاره ۶۰ غرفې ترلاسه کړې وې او ښه هرکلى ىې شوى و.