د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
تاند- د هند د نوی ډیلی پولیس وایی: ۳ ایرانیان یې په دې شک نیولی چې له څو تنو افغانانو څخه یې په دې چل چې پولیس دی، پیسې شکولې دی. د هندی رسنیو د راپور له مخې، د ډیلی پولیسو وویل: مجرم ایرانیان هند ته په قانونی وېزو ورغلی وو او د جمعې په ورځ د ډیلی په جنوب کې د ګرېټر کایلاش په سیمه کې ونیول شول.پولیسو د نیول شویو ایرانیانو نومونه او د هغو عمرونه په دې ډول څرګند کړی دی:۲۸ کلن نور مهدی ۳۰ کلن رضا کوهن خاکی او ۳۱ کلن فرهاد عباسی سرور.پولیس وایی چې له درى واړه نیول شویو ایرانیانو څخه له تحقیقاتو وروسته ورته څرګنده شوه چې دوى د هغو افغانانو د شکولو لټه کړې چې د درملنې لپاره هند ته ورغلی دی.پولیس همداراز وایی چې مشکوکو مجرمانو افغانانو ته د پولیسو جعلی پېژندکارتونه ښودلی او له هغوى څخه یې غوښتی چې بټوې وروښیی چې ایا مخدر مواد خو به پکې نه وی.دوى د افغانانو د بټوو له کتلو او د هغو د پیسو له اخیستلو وروسته تښتېدلی دی. پولیس وایی چې له نیول شویو مشکوکو تورنو ایرانیانو سره یې ۲۸۲۹ ډالر، ۲۰۰ یورو، یو لک او ۲۵ زره ویتنامی دونګ او ۱۰۱۵ مالدیپی روپۍ موندلی دی.