روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هندوستان ته د افغان پلاوی سفر

له اسلام آباد وروسته د افغانستان ملی پخلاینې رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی سفر کوی، دا سفر به سبا سې شنبې د اکټوبر په ۶مه (د روانې تلې په ۱۵مه)، وشی. افغان پلاوی به هند ته په خپل سفر کې له هندی چارواکیو په افغانستان کې د سولې په برخه کې د هر اړخیزې مرستې غوښتنه وکړی. افغان پلاوی به له صدراعظم نریندرا مودی سره وګوری او په  افغانستان کې به د سولې راوستو په برخه کې له هند هر اړخیزه مرسته وغواړی. له اسلام آباده وروسته هندوستان ته د افغان پلاوی سفر په داسې حال کې پلان شوی، چې د اسلام آباد چارواکی تور لګوی، چې ګنې هندوستان په افغانستان کې د هغوی سوله ییزو هڅو مخنیوی کوی؟؟؟ په داسې حال کې چې په سیمه او ګاونډ کې د افغانستان یوازنی دوست هندوستان دی، چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې له افغانستان سره همکاری کړې او د بېلابېلو بنسټیزو پروژو پر رغولو لګیا دی، د هندوستان بشری او نورې مرستې د افغانستان لپاره حیاتی ارزښت لری، له همدې امله افغانستان له هندوستان سره دوه اړخیز ستراتیژیک تړونونه لری، نو دلته د پاکستانی چارواکیو ادعا ناسمه ده، ځکه چې داسې څه شواهد نه شته، بلکې د پاکستان په اړه ګڼ شواهد شته، چې ترهګر، طالب او نورو ډلو پر مټ په افغانستان کې جګړه کوی! که په دې برخه کې افغان حکومت هرڅومره له خپلو هندی ستراتیژیکو ملګریو ژمنې تر لاسه هم کړی، خو د پاکستان باور به کله هم خپل نه شی کړای، ځکه پاکستان له هند او افغانستان دواړو سره بنسټیزه ستونزه لری او ورسره به بنسټیزه دښمنی پالی!خو ښه ده بیا هم د سولې لپاره د مذاکراتو په دې مهمه موقع کې داسې ژمنې هم تر لاسه شی، چې د پاکستان د ادعاوو لپاره بیا هم رسمی سند برابر کړای شی! افغان حکومت د سولې لپاره پوره زمینې برابرې کړې او د طالبانو د جذب او جلب لپاره هم امکانات برابر شوی ، بل لوری په ملی او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې لپاره اجماع جوړه شوې او ټول سوله غواړی،ځکه دا سوله د هغوی پر خپل خیر هم ده، خو د سولې لپاره په سیمه کې اجماع وجود نه لری! پاکستان خپلې دښمنۍ ته زور ورکړی او تر فشار پرته هېڅ د سولې لپاره تمایل نه ښکاره کوی، که څه لږ فشار پرې راغلی هم دی، نو د سولې لپاره یې یوازې او یوازې ژمنې کړې، یعنې نور فشار ته اړتیا شته، چې پاکستان ترې لاندې راشی او د سولې لپاره ژمنې پر عمل بدلې کړی. روسیه هم ورته کار غواړی، چې د روسانو فکرونه او دماغونه له یرغله واړول شی، ځکه روسان تر اوسه د یرغل مفکوره په سر کې ګرځوی. همدا شان له ایران سره هم د خبرو لړۍ باید وغځول شی، چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای، سوله د هغوی پر ګټه ده! د دې لپاره د سیمې اجماع ضروری ده، له دې اجماع پرته په افغانستان کې سوله هېڅ نه شی راتلای، ځکه موږ د ملی او نړیوالې اجماع په صورت کې هم، سولې ته رسېدای نه شو، نو هندوستان ته د دغه سفر موخه هم همدا ده، که څه هم هند په افغانستان کې د سولې لپاره د زړه له تله همکاری کوی، خو د پاکستان د دې ادعا د ردولو لپاره د هندوستان بله ژمنه هم مهمه ده. د سیمې هېوادونو ته د سفرونو موخه د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا او د دغه بهیر پر وړاندې د خنډونو لرې کول دی. ګاونډی او د سیمې هېوادونه باید قانع کړای شی چې د افغانستان په سوله کې یې ګټې خوندی دی.له همدې امله به د ملی مصالحې عالی شورا مشر هند ته له سفر وروسته، ایران، ازبکستان او چین ته هم سفر ولری. دا په داسې حال کې ده،چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچی پلاویو ترمنځ غیر رسمی لیدنې کتنې دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید