روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

همپروم سرویس نړیوال شرکت په افغانستان کې پانګونه کوی

د همپروم سرویس د نړیوال شرکت استازی د صنعت اوسوداګرۍ وزارت له سرپرست سره  په کتنه کې په افغانستان کې د دغه شرکت د پانګونې په اړه خبرې وکړې.د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت استازی چې له جرمنی او روسی پانګه والو څخه  جوړشوى په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره خپل تیاری اعلام کړ.د همپروم سرویس نړیوال شرکت په پام کې لری، چې  د زبالو،  کېمیاوې سرې، ګازو، تېلو او د برېښنا د تولید په برخو کې پانګونه وکړی.په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له نړیوالو پانګه والو په هرکلی سره  د دغه شرکت  د تجارتی پلان د ارزښت ، پیشنهادی طرحې، پروفایل او د کاری پروژو په اړه خبرې وکړې.د یادونې وړ ده ، چې په دې وروستیو وختو کې په هیواد کې د سراسری امنیت تامینولو او د اداری فساد د له منځه وړلو په پایله کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو اوشرکتونو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره علاقمندی څرګنده کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید