روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هغه پردی پالی عناصر،چې ملی یووالی ته زیان اړوی!

پرون شپه او ورځ د کابل ښار ډېرې برخې د هغو لاریونوالو له خوا بندې وې، چې د غزنی پر جاغوری او مالستان ولسوالیو یې د طالبانو د حملو پر ضد غږ پورته کړی و. له ډېره بده مرغه، چې د پښې په ځای کې ترهګر برید وشو او شپږ ویشتو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله، موږ د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکی ښکاره کوو، شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته عاجله روغتیا له پاک خدایه غواړو. موږ دغه برید غندو ، دښمن له هر هغه فرصته ګټه پورته کوی، چې د افغان ملت د قومونو ترمنځ تفرقې ته لمن وهی. دښمن دغه راز ډېر بریدونه کړی او باید هر پلان یې له عمل وړاندې شنډ شی، خو یوه د سترې اندېښنې مسئله دا هم ده، چې په افغانستان کې د لاریونوالو د راټولېدا ځای  نه دی په ګوته شوی، که څه هم د اساسی قانون له مخې د هر وګړی د روا غوښتنو د پوره کولو لپاره د لاریون او غږ پورته کولو روایت شته، خو دا غږ عام ولس ځپلی او د عام ولس پر مخ یې لارې او ښارونه بند کړی دی، په دغه راز حالت کې هر څوک د لاریون په نامه راوزی او د عام ولس پر مخ لارې ګودرې تړی. دا د لاریون له اصولو او له اخلاقی او مدنی ارزښتونو سره په ټکر کې دی. پرونی لاریونوال هم سربېره پر دې، چې عامه لارې او نږدې ټول ښار یې بندکړی و، تر څنګ یې ماجراغوښتونکیو عناصرو د ملی وحدت پرضد هم غږ پورته کړی و. په مظاهره چیانو ، چې په بریکوټ یا دهمزنګ کې راغونډ شوی وو، هڅه کوله چې ځان ارګ ته ورسوی خو امنیتی ځواکونو یې مخه نیولې ده. دوی هېڅ د عام ولس پروا نه لرله چې پرې څه تېرېږی او یا هم په اقتصادی لحاظ باندې ملت ته څومره زیانونه اوړی. د دې ترڅنګ د دوی مظاهره د مغرضو عناصرو له فیسبوکی پاڼې په ژوندۍ بنه خپرېده ،چې څه ناڅه ۴ زرو تنو په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه کتله او اکثرو په خپلو تبصرو کې پښتون قوم او ولسمشر غنی ته سپکې سپورې لیکلې. مظاهره چیانو بیا د مالستان او جاغوری د امنیت غوښتنه کوله. دغه سپکې سپورې موږ په کلکه غندو او له  امنیتی کسانو غوښتنه کوو، چې دغه ملی ضد مغرض کسان ونیسی او په خپلو سزاګانو یې ورسوی. یوه قوم او په تېره بیا ولسمشر ته سپکې سپورې په هېڅ توګه د زغملو نه دی او دا د ملی وحدت پرضد په ښکاره توګه حرکت دی. دغو مغرضو کسانو داسې انځوروله چې ګنې پر مالستان او جاغوریو طالبانو او ترهګرو نه، بلکې پښتنو بریدونه کړی!؟ حال دا چې په روانه تپل شوې جګړه کې  تر ټولو ډېره پښتنو وروڼو قربانی ورکړې او دا قوم تر بل هر چا ډېر د ترهګرۍ او ان د حکومت او بهرنیو ځواکونو په بریدونه او عملیاتو کې قربانی شوی دی، موږ په تېرو پنځلسو کلونو کې ولیدل، چې د همدغه پښتنو د غم او ښادۍ پر مراسمو هم بریدونه وشول او لا پرې کېږی، همدا راز پښتانه د ترهګرو په نامه وځپل شول، خو یوه ورځ یې نه داسې لاریون ته لاس واچاوه او نه یې هم بل قوم او ولسمشر ته سپکې سپورې وویلې! موږ پر هزاره وروڼو غږ کوو، چې له منځه یې دغه مغرض کسان لرې او د قانون منګلو ته وسپاری، چې ملی وحدت ته زیان وانه وړی، ځکه دښمن تیار په کمین کې دی او همدا مغرض کسان د دښمن له خوا ګومارل شوی،چې ملی یووالی زیانمن او یوځل بیا هېواد د بربادۍ کندې ته ورټېل وهی. موږ د هېواد په هره ولسوالۍ، کور کلی او ولایت کې ترهګر بریدونه غندو، دا د کورنیو ځواکونو دنده ده، چې له ټول هېواده دفاع او ساتنه وکړی، موږ د همدغه غزنی د مالستان او جاغوریو ترڅنګ د نورو ولسوالیو امنیت هم غواړو، دغه راز بیا د ټول ملت، دښمن یو دی او باید پرضد یې ملی یووالی ټینګ وساتل شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید