د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب، په رسنیو کې د ده په اړه خپور شوی وروستی راپور رد کړ. په رسنیو کې پرون سهار داسې راپورونه خپاره شول، چې په کې پاکستان افغان حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چې نور د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب سره د رسمی کړنو په هکله اړیکې نه ساتی.تازه پرون ماسپښین ۳ بجې د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د امنیتی مسوولینو په غونډه کې وویل: په رسنیو کې د ده په اړه خپور شوی هغه راپور حقیقت نه لری، چې ګنی پاکستان ورسره اړیکه پرې کړې.محب وایی: که پاکستان غواړی افغان سوله کې مثبت رول ولوبوی، د طالبانو او نورو غیر رسمی وسله والو ډلو له ملاتړ نه دې لاس واخلی.هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه : (( د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی.)) که څه هم د پاکستان په اړه په څرګندونو کې ځینو کسانو د محافظه کارۍ دود کارولی دی او د افغانستان د دغه ازلی دښمن په اړه یې داسې رښتینې خبرې نه دی کړې، چې رښتینی انځور یې وی، خو ولسمشر محمد اشرف غنی او د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په دې وروستیو کې د پاکستان په اړه سپینې او بېسارې څرګندونې کړې دی.ډاکټر حمدالله محب د کوچنی اختر په ورځ ننګرهار کې لویې غونډې ته په خبرو کې پر پاکستان توند ورغی او داسې څرګندونې یې وکړې ،چې پاکستان یې له چا د اورېدو تمه نه درلوده.محب پاکستان څرګند دښمن وباله او زیاته یې کړه ،چې هېڅ وقار او عزت نه لری او یوازې د خپلو ګټو د پاللو لوبه چلوی، چې نور چاته د منلو وړ نه ده.که څه هم پاکستان د یادو څرګندونو څو ورځې وروسته د محب خبرې بې بندوباره وبللې .
هم ملامت هم سلامت : که څه هم د محب او ولسمشر غنی له لوری د پاکستان په اړه وروستۍ څرګندونې له رښتیا پرته بل څه نه دی، خو دغه هېواد یې په ځان نه راوړی او بیا هم افغان چارواکی ملامت ګڼی.دغه هېواد چې کلونه یې دلته نیابتی جګړه د طالب جګړه مارو په مرسته روانه ساتلې ده، د خپلو هغو ناروا کړنو په اړه سوچ نه کوی چې طالب اورپکی یې دلته ترسره کوی، بلکې د افغان چارواکو رښتینی نظر لا بد پرې لګېږی.اوس افغان حکومت ته هم په کار ده، چې غوڅ ځواب ورکړی او ور یاده یې کړی ،چې افغانستان نور پخوانی هېواد نه دی او که اړیکې ورسره پالل کېږی، درناوی یې کوو او که یې څوک نه ورسره پالی، په کیسه کې یې هم نه دی.