روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هر هیواد چې په کابل کې سفارت خلاصول غواړی موږ یې امنیت ته ژمن یو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نوی حکومت له لوری نومول شوی دایمی استازی سهیل شاهین وایی: هر هغه هیواد چې غواړی په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت له سره پیل کړی دوی یې د امنیت تامین ته ژمن دی.ښاغلی شاهین زیاته کړې: امنیتی ځواکونه د دیپلوماتیکو ماموریتونو ساتلو ته ژمن دی او حکومت غواړی د سیمې او نړۍ هیوادونه په ډاډه زړه په افغانستان کې دیپلوماتیک ماموریتونه ولری او له افغانانو سره مرستې وکړی.ښاغلی شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی له سیمې او نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې غواړی او په دېبرخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوی.د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو  سره سم یو شمېر هیوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل ، خو یو شمېر نورو بیا پرانیستی پرېښی و واو دغه راز یو شمېر نورو بېرته فعال کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید