روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هرکال دوه نیم میلیارده ډالر شخصی جېبونو ته ځی

 د ولسی جرګې رییس میر رحمن رحمانی د پرونۍ غونډې په امتیازی ساعت کې د خبرو پر مهال په هېواد کې په تېره په مالیاتی برخه کې پر روان فساد سخته نیوکه وکړه.رحمانی وویل: هر کال شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر د فساد له امله حیف میل کېږی او شخصی جیبونو ته ځی.دغه راز د ولسی جرګې ګڼو نور غړو هم د دې غوښتنه وکړه، چې د مالیې وزارت سرپرست دې ژر تر ژره د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شی.دوی وایی: د مالی سرپرست وزیر دې شته فساد په اړه وضاحت ورکړی.میر رحمن رحمانی زیاتوی، چې د هېواد ۲۸ بندرونه او ټول ګمرکونه په فساد کې غرق دی او هېڅوک د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره اقدام نه کوی.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ بیا ویلی وو،چې فساد د افغانستان په ګمرکاتو کې په پلان شوې توګه روان دی .وروسته له هغه چې په وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ادارو کې د فساد د ډېروالی راپورونه ورکړل شول ، نو وړمه ورځ  د افغانستان د پلټنې ادارې رییسې هم له همدې امله له خپلې دندې استعفا وکړه.غزال حارث وړمه ورځ ویلی وو، چې اوږده موده یې د پلټنې په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړه، خو زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې چاره سخته ده.د حارث په خبره دوه ځلې یې خپله استعفاء ولسمشرغنی ته استولې خو نه ده منظوره شوې.هغې هیله څرګنده کړې وه،چې افغانستان په نږدې راتلونکی کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو واحد لیدلوری ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید