د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اوپسود موسسې وړمه ورځ د هرات په اختیارالدین کلا کې د فرهنګی، ټولنیز او د آزادو خبرو غونډه جوړه کړه.په هرات کې د یادې موسسی مشر امیر محمدی د یادې غونډې موخه له نورو ولایتونو سره د هرات د فرهنګ او تاریخ معرفی او د فرهنګ تبادله وبلله.د ده په وینا، په دې غونډه کې د کندهار، بامیانو، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو لسګونو فرهنګیانو ګډون کړی و.د استاد بهره د فرهنګی مرکز مسوول شاه بهره د هرات ښار د فرهنګ او تاریخی آبداتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: هرات ولایت د تاریخ په اوږدو کې د علم او فرهنګ ټاټوبی پاتې شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې د هېواد فرهنګی ټولنې ته زیات ستر ستر شخصیتونه وړاندې کړی دی.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولانا نعیم الحق حقانی د دغه شان غونډو جوړول د فرهنګی او ټولنیزو مسایلو د تبادلې په برخه کې ګټور وبلل او په هرات کې یې د ګوهرشاد بیګم په شان پوهې مېرمنې یې په نیکۍ یادې کړې.حقانی زیاته کړه: د اسلامی امارت مسوولین هرات ولایت ته د علم او فرهنګ د ښار په توګه ځانګړې پاملرنه لری او د هرات د مشهورو او سترو شخصیتونو د یاد ساتلو په موخه به ګټور پروګرامونه طرحه او پلی کړی.باختر