روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

هالنډ به له افغانستان سره د ناټو په چوکاټ کې همکاریو ته دوام ورکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د شنبې په ورځ په جرمنی کې د مونیخ د ۵۶ امنیتی کنفرانس په څنډه کې د هالنډلومړی وزیر مارک روته سره وکتل.په دغې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، دسولې پروسې او دغوڅ ملاتړد ماموریت په چوکاټ کې د هالنډ پر رول خبرې وکړې.همدارنګه دواړو لوریو د تاوتریخوالی پر ختمولو ټینګار وکړ او وې ویل: طالبان باید د سولې لپاره د افغانانو غوښتنه ومنی او دغه پروسه باید د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ ترسره شی.جمهوررییس غنی او د هالنډ لومړی وزیر افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته د روزنې، مشورې ورکولو او مرستو په برخه کې د هالنډی ځواکونو پر رول هم خبرې وکړې. جمهوررییس د کرنې او کانونو په برخو کې د هالنډ ښو تجربوته په اشارې، په دغې برخه کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.د دغې کتنې په پاى کې  د هالنډ لومړی وزیر مارک روته په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید