د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د آذربایجان لویه څارنوالی وایی، څلور ملکیانیې هغه وخت ووژل شول، چې موټر یې پر یوه ټانک ضد ماین وربرابر شو.د څارنوالۍ پر وینا، دغه چاودنه وړمه ورځ د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ په فیزولی سیمه کې وشوه.د آذربایجان لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې ویلی، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دی.د ارمنستان او نګورنو قرهباغ چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدی ویلی.په هغه جګړه کې چې د ارمنستان او آذربایجان د ځواکونو ترمنځ د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې پیل شوه او شپږ اوونۍ یې دوام وکړ، آذربایجان پر فیزولی سیمه ولکه ټینګه کړه.
د روسیې په منځګړیتوب هغه اوربند، چې د روانې میلادی میاشتې په لومړیو کې ورباندې موافقه وشوه، دا جګړه ختمه کړه.