د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د همدی صفحی په لومړی لوی ستون کې د بندی کمال خان بقیه راځی
،نو له صفحی د روغتیا او ژوند کلیشه لری کړئ
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې دوی په افغانستان کې د جګړو له امله له روانی ناروغانو سره مرسته کوی او دا یې لومړیتوب دی.په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر پر ټویټر لیکلی، د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یا ‘USAID’ د روانی ناروغیو له قربانیانو سره د مرستې په لومړۍ کرښه کې د روزنې او د ناروغانو د بیړنی مراقبت په برخو کې د روغتیا له نړیوال سازمان سره مرسته کوی.
سرچینې زیاته کړې، د دې روزنیز پروګرام پر اساس، د جګړو د روانی ضربو د علاج لپاره ډاکټران روزل کېږی او روزل شوی ډاکټران وروسته د ټول افغانستان په کچه نور ډاکټران روزی.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ‘WHO’د دفتر د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې اوس مهال د ټروما درملنې ۱۳۰ مرکزونه فعال دی.