روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نړیوال دې د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره هڅه وکړی

د روغتیا دنړیوالې ادارې پخوانی استازی او د برېټانیا پخوانی لومړی وزیر ګورډن براون وایی، په دې سخت وضعیت کې افغانستان یوازې پرېښودل اخلاقی تېروتنه ده.بروان ګارډین ته په مطلب کې لیکلی، نړیوال دې اجازه نه ورکوی چې د ۲۰۲۲ میلادی کال په لومړیو اوونیو کې د زرګونو ماشومانو ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ شی.نوموړی زیاته کړې، نړیوالې مرستندویې ادارې باید له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړی.براون ټینګار کړی، چې نړیوال دې د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره هڅه وکړی او همدا راز دې د دغه هېواد لپاره د مرستو راټولولو په موخه بېړنی کنفرانس جوړ شی.د ده په وینا نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې درامنځ ته شوی ټکنې اقتصادی حالت په مخنیوی کې هڅه وکړی او که دا کار په موکه ترسره نه شی، نو د راتلونکی ناورین مسئولین به د نړیوالې ټولنې او شتمنو هېوادونو مشران وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید