روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

((نړیوال بانک د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره مرسته کوی ))

جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ ماښام د سوېلی آسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر سره وکتل.په دې کتنه کې ،چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د ملی پروژو د تطبیق په اړه چې د نړیوال بانک له لورې تمویلېږی، خبرې وکړې.جمهورررییس غنی د ملی پروژو په هکله د افغانستان حکومت لومړیتوبونه تشریح کړل.هارتویګ شیفر له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل: نړیوال بانک به د بېلابېلو زېربنایی پروژو د تمویل په برخه کې د افغانستان حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ عمل کوی.د یادولو وړ ده، چې د نړیوال بانک تخنیکی پلاوی به د افغانستان حکومت د بېلابېلو سکتورونو له استازو سره غونډې وکړی، ترڅو د پروژو د تمویل په برخه کې لازم اقدامات ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید