روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نړیوال بانک د افغان ماشومانو روزنې ته ۲۵ میلیونه ډالر ه مرسته اعلام کړه

نړیوال بانک زده کړو ته د ماشومانو د لا زیات لاس رسی په هدف له افغانستان سره ۲۵میلیونه ډالر مالی مرسته کوی.نړیوال بانک پرون ویلی: دغه بلا عوضه نوې مالی مرسته چې له زده‌کړو سره د همکارۍ د نړیوال پروګرام له لارې کېږی، له ((اقراء)) پروژې سره به د سلو نویو ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړی.د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوی ،چې دغه مرسته به په افغانستان کې د زده‌کړو د سطحې د لوړوالی، ښوونې او روزنې ته د ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د لاسرسی د زیاتوالی، د ښوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د ملاتړ او په سیمه‌ییزه کچه د پوهنیزو پروګرامونو د کیفیت د لوړاوی لپاره ولګېږی.په راپور کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر د رییسې هېنری کرالی له قوله ویل شوی: (( افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د زده‌کړو د سطحې دلوړوالی په برخه کې ډېر پرمختګونه کړی دی، سره له دې په دې هېواد کې میلیونه ماشومان ښوونځی ته له تلو محروم دی او د افغانستان په سطحه نیمایی ښوونځی مناسب تعلیمی بنسټونه نه لری. دغه بلاعوضه مالی مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړی ،چې د ښونې او روزنې یو مطلوب محیط رامنځته کړی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې زیات ماشومان ښوونځی کې شامل کړی.))په راپور کې ویل شوی، چې افغانستان په تېره لسیزه کې، زده‌کړو ته د لاسرسی د زیاتوالی په برخه کې پیاوړی ګامونه اخیستی دی، خو پر وینا یې اوس هم داسې هېواد دی ،چې زیات شمېر له زده‌کړو محروم ماشومان لری.نړیوال بانک ټینګار کړی ،چې له خپلو ټولو پرمختیایی شریکانو سره له افغانستان سره د نورو برخو ترڅنګ د ښوونې او روزنې په برخه کې مرستې ته ژمن دی.نړیوال بانک پر داسې مهال زده کړو د افغان ماشومانو د زیات لاس رسی په برخه کې د مالی مرستې اعلام کوی، چې په دغه هیواد کې لاهم ګڼ شمېر ښوونځی معیاری ودانۍ نه لری او ترڅنګ یې د ګڼو ولایتونو په ښوونځو کې د کتابونو او ښوونکو کمښت له جدی ستونزو بلل کېږی.دا په داسې حال کې ده ولسمشر محمد اشرف غنی د ۱۴۰۰ نوی ښوونیز کال د پیل مراسمو کې په دغه کال کې په افغانستان کې د ۱۸۰۰ بابه نوو ښوونځو د جوړېدو خبر ورکړ.ولسمشر غنی زیاته کړې وه ،چې په ټولو ولایتونو کې د ښوونکو ۱۱۱۷۳ نوی بستونه اعلام ته سپارل کېږی چې په خبره یې پر اساس به یې د آزادې سیالۍ له لارې وړکسان انتخاب شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید