روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نړیوال بانک افغانستان ته ۲۰ میلیونه ډالر ورکړل

نړیوال بانک وایی، په افغانستان کې له کورونا سره د بېړنۍ مبارزې لپاره یې افغان حکومت ته ۲۰میلیون ډالر ور ورسول او ۴۰ میلیونه نور هم ورکوی.نړیوال بانک د اپرېل په ۱۲ ژمنه وکړه، چې د کوروناویروس سره د مبارزې لپاره به له افغانستان سره مرسته کوی‌.اوس دغه بانک وایی، دا ۲۰ میلیون د همدغو مرستو لومړۍ برخه ده ،چې افغان حکومت ته وسپارل شول.نړیوال بانک وړمه ورځ په اعلامیې کې ویلی‌، چې په دغو مرستو به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کوروناویروس د خپرېدو د مخنیوی لپاره روغتیایی خدمتونه برابریږی.اعلامیه وایی، نړیوال بانک همدغه راز ۴۰میلیون ډالر نور هم په پام کې نیولی ، چې د ۲۰۲۰ میلادی کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د کورونا سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت لګښتونه ورکړی.وایی،‌ همدا چې افغان حکومت د خپلو لګښتونو لېست ورته تسلیم کړ، هغوی به یې ۴۰ میلیونه ډالر ورکړی.نړیوال بانک دغه راز ویلی ،‌چې د مالی مرستو تر څنګ به د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او نورو اړوندو ادارو سره ګډ کار کوی ،چې له افغانستان سره تخنیکی مرستې وشی او وسایل هم برابر شی چې د کورونا ویروس سره د مبارزې پروژه کامیابه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید