د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه تحلیل کې ویلی، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی.دغه خپرونې زیاته کړې، که افغانستان او پاکستان په خپلو کې سوداګریزې اړیکې جوړې کړی،نو د دواړو په ګټه دی.تحلیل کې ویل شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادقانه فضا کې د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته او که چېرې عملی ګامونه اوچت شی ، نو نه یوازې په لنډ مهال کې، بلکې په اوږدمهال کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادی وده رامنځ ته کولی شی.