روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نړیوالې رسنۍ : امریکا په افغانستان کې د خپل حضور حساب نه شی ورکولی

په افغانستان کې ماتې او د بهرنیو ځواکونو وتلو پراخ عوامل لرل. واشنګټن پوسټ په مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت او د سقوط یو کلنۍ ته اشاره کړې ده. دغه ورځپاڼه وایی، چې په افغانستان کې پراخ فساد، د پخوانی ولسمشر غنی د حکومت کمکارۍ او خوړینتوب، انارشی او خپلسری او تر څنګ یې له نړیوالو سره کمزوری تعامل د پخوانی حکومت د سقوط اصلی لاملونه وو.ورځپاڼه زیاتوی ، چې یوازې دا نه بلکې لسګونه نور داسې مسایل شته، چې عاملین یې نړیواله ټولنه او پخوانی افغان حکومت دی . ورځپاڼه وایی، چې په ټوله کې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماموریت په اړه د حساب ورکولو توان نه لری، ځکه په دغه هېواد کې یې شاوخوا ۸۳۷ میلیارده ډالر پرجګړه لګولی، ۳۵۸۷ بهرنی عسکر وژل شوی او د وژل شویو افغان عسکرو شمېره هم ۶۶ زره کسانو ته رسېږی.دغه رسنۍ داسې مهال افغانستان کې د امریکا ماموریت ته کتنه کوی ،چې لا هم امریکایی حکومت افغانستان کې د خپل حضور او غیر قانونی اقداماتو په اړه نړیوالې ټولنې او خپل ملت ته وضاحت نه دی ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید