روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نړیواله ټولنه دې پاکستان تحریم کړی!

له هغه راهیسې چې پر افغانستان د جګړې تر شا د پاکستان لاسونه بربنډ شوی او د پاکستان ملېشې، پوځ او څارګرې ډلې او همدا رنګه د هغوی له خوا  روزل شوې ترهګریزې ډلې هم له طالبانو سره یوځای پر افغانستان را ختلی او د افغانانو پر هېواد یې یرغلونو ته زور ورکړی، نو د پاکستان پرضد د افغانانو سخت حساسیتونه هم را پارېدلې دی. د پاکستان پرضد دا مفکوره نه یوازې دلته په افغانستان کې اوج ته رسېدلې، بلکې له کرښې هغې غاړې ته محکوم افغانان هم را پورته شوی او دپښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې د پاکستان د یرغلونو، د پاکستان د ترهګرۍ او د پاکستان د تپل شوې جګړې پرضد سره منسجم شوی دی!

له دې ور هاخوا په نړیواله کچه هم د پاکستان د دې جګړې پرضد افغانان را پورته شوی او په اروپا، امریکا او ګڼو نورو هېوادونو کې یې د پاکستانی ترهګرۍ پرضد غږ پورته کړی دی.

اوس چې د پاکستان په نېغه قومانده د افغانستان ولسوالۍ او ښارونه له سقوط سره مخ دی، نو د پاکستان پرضد په نړیواله کچه غږ پورته شوی دی. له تېرو دوو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو افغانانو د((پاکستان دې په نړیواله کچه تحریم شی!)) کمپاین روان کړی دی.د خواله رسنیو پر مټ افغانان په ټوله نړۍ کې دا غږ بدرګه کوی، چې پاکستان د افغانستان پرضد جګړه کې نه یوازې چې د ترهګرۍ او طالبانو ملاتړ کوی، بلکې د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه کې هم ښکېل دی!

له همدې امله افغانان له نړیوالې ټولنې په کلکه غواړی، چې پر دغه هېواد بندیزونه لګوی او د [SanctionPakistan] هشټګ ټرېنډ پر مټ په پرله پسې توګه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې دا غوښتنه کوی، دا غوښتنه به  تر هغه وخته پورې دوام وکړی، چې نړیواله ټولنه دا غږ واوری او د پاکستان د دې جګړې او ترهګرۍ بندولو اقدام وکړی!

پر پاکستان د بندیزونو لګېدو دا غوښتونکی هشټګ آن  د یوه پخوانی کاناډایی دیپلومات او د دغه هېواد د کابینې د مخکنی وزیر [کرېس الکسندر] له خوا پیل شوی،چې اوس په پراخه کچه په افغانستان او ګرده نړۍ کې بدرګه کېږی. دغه کانډایی چارواکی له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرله پسې ډول پر خپل ټوېټر د پاکستان خلاف داسې څه لیکی چې افغانان یې ستایی. ښاغلی الکسندر په دې وروستیو کې له بېلابېلو تلوېزیونی شبکو سره په مرکو کې هم د خپل دغه دریځ ننګه کړې ده.

هغه هم په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، د پاکستان یرغل او نیابتی جګړه بولی سربېره پر دې نور بهرنی چارواکی هم د پاکستان پر دغه یرغل خبر دی، خو څوک پرې نیوکه کوی او څوک پرې ځانونه ناګومانه اچوی،آن د پاکستان پخوانی او یا هم برحاله چارواکی هم د پاکستان دغه جګړه غندی او په کې د پاکستان زیان وینی.

خو نړیواله ټولنه له بده مرغه چې د پاکستان د دغه یرغل یوازې ننداره کوی، دا د افغانانو ستره اندېښنه ده او په ټول وس به زور راوړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو دغه غږ واوری اوله دې تپل شوې جګړې یې وژغوری، ځکه د پاکستان له خوا ترهګری، ډېره ناوړه ترهګری ده او دا ترهګری د افغانستان تر څنګ سیمه او نړۍ هم ګواښی. نړیواله ټولنه باید د دغه یرغل مخنیوی وکړی او د افغان ولس په وړاندې خپل مسوولیت تر هرڅه ډېر ژر ادا کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید