د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ټاکنو کمېسىون ریىسه حوا علم نورستانۍ وایی: په ىو شمېر ولاىتونو کې ىې د ىوې مشخصې ټاکنىزې ډلې لخوا د دفترونو د تړلو له کبله شاىد د عقرب په ۲۳مه لومړنۍ پاىلې اعلام نه شی.آغلې نورستانۍ په خبری کنفرانس کې پرون ووىل، په ۲۰ ولاىتونو کې د راىو بىا شمېرنه بشپړه شوې ده، خو ىو شمېر ټاکنىزو ډلو په ۱۴ ولاىتونو کې د راىو د بىا شمېرنې مخه نىولې او پر دې پروسه اعتراض لری.اغلې نورستانۍ بې باىومترىکه راىې د درک وړ وبللې، خو واىی ىوازې باىومترىک شوې راىې د اعتبار وړ دی.هغې همداراز ټىنګار وکړ چې په فساد او درغلۍ کې ښکېل خپل کارمندان به ژر تر ژره د شکاىتونو کمېسىون ته معرفی کړی.