د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایی: کمېسیون د پاتې ۷ ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته لومړنۍ پایلې نه شی اعلامولی.مېرمن نورستانۍ وړمه ورځ پر ښځو د تاوتریخوالی د مخنیوی د ورځې په مناسبت غونډه کې وویل: دا مهال په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې، خو په ۷ ولایتونو کې یې ځینو ټاکنیزو ډلو مخه نیولې او کمېسیون نه شی کولی چې لومړنۍ پایلې اعلام کړی: (( د ۲۷ ولایتونو پایلې وروستۍ شوی او اعلام ته چمتو دی.)) نوموړې یو ځل بیا د ولسمشرۍ په کاندیدانو او سیاسی کړیو غږ وکړ، چې د ۷ ولایتونو د رایو په بیا شمېرنه کې دې ورسره مرسته وکړی، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلام ته زمینه برابره شی: (( ما هر کاندید او لوری ته بیا بیا ویلی او اوس هم وایم ،چې یوازې بایومتریک رایې موږ ته د اعتبار وړ دی.)) دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټیم، د امنیت او عدالت ټیم او د سولې او اسلامی عدالت ټیم د چهارشنبې په ورځ په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د دوی پر وینا په ټاکنو کې د شوې درغلۍ پر ضد به ولاړ پاتې شی او اجازه به ور نه کړی،چې څوک د درغلۍ په مرسته واک ته ورسېږی.