روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نن او پرون؟!

 

ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ

واړه لګیا دی، ځینې ځان ځینې جهان جوړوی

تاریخ د هر چا/ډلې او نظام ښې او بدې څیرې، کړنې او کردار راتلونکو نسلونو او پرګنو ته  ثبتوی. هو، دا د تاریخ تر ټولو ستر کار دی. هغوی چې هیواد او ملت ته خدمت او کار کړی، له هغو سره ډېر توپیر لری، چې یوازې یې شخصی ګټې پاللی او د ملت په ځمکو او شتمنیو یې خیټې اچولی.

هغوی چې د هیواد رښتینی بچیان دی او د ملت په درد دردمن دی، تل یې ملی ګټې او ارزښتونه تر خپلو هغو وړاندې کړی، د هیواد د ازادۍ او پرمختګ په لاره کې یې ډول-ډول ستونزې او کړاوونه ګاللی او کله چې د واک او اقتدار نوبت راغلی، بیا یې د غچ او انتقام پرځای د بخښنې، درګزر او تغافل څخه کار اخیستی.

خو بل لور ته د پردیو د اجنډا او ګټو پالونکی د نورو په مټو د څو ورځنی اقتدار پر مهال د ظلم، وحشت او انحصار په فکر کې وی، خو چې کله یې اقتدار پای ته ورسیږی، بیا ددې پر ځای چې هیواد او ملت ته خدمت وکړی، له هیواده وځی او ځان ورته محروم او مظلوم ښکاری.

وړمه ورځ د افغانستان اسلامی امارت په ابتکار جوړ شوی (افغان شخصتیونو سره د اړیکو کمیسیون) په رسمی توګه فعالیت پیل کړ او د افغانستان د اشغال پر مهال د حاکمې ادارې له ټولو لوړ پوړو چارواکو یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شی او د خپل هېواد او خلکو په خدمت کې ونډه واخلی.

ددغه کمیسیون مشر شیخ شهاب الدین دلاور هغو ټولو افغان شخصیتونو، سیاسیونو او د پخوانۍ ادارې هغو کار کوونکو ته چې له هیواده وتلی، د اسلامی امارت په نماینده ګۍ په څرګندو ټکو وویل،‎ چې  افغانستان د دوى هېواد دى او هغوى کولاى شی هیواد ته راشی او د نورو هیوادوالو په څېر له ټولو امتیازونو څخه  ګټه واخلی.

د اسلامی امارت له لوری ددغه کمیسیون جوړول که له یوې خوا په افغانستان کې د دایمی ثبات لپاره ډېر اړین او غوره اقدام دی، له بل لوری ملی ګټو او ارزښتونو ته د اسلامی امارت ژمنتیا او اخلاص څرګندوی او دا جوتوی چې نوی حکومت په ټوله معنا د هیواد جوړونې هوډ لری.

دوه لسیزې وړاندې چې کله د امریکا په مشرۍ لودیزې نړۍ په ډېره سپین سترګۍ او د ټولو بشری قوانینو خلاف پر افغانستان یرغل وکړ، دلته حاکم مشروع نظام یې نسکور او پر ځای یې له بهره د خپلې خوښې اداره وتپله، ددې ادارې تش په نوم افغانی مشرانو د واک او اقتدار په نشه کې په ټول ځواک د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوونکی وځپل او هغوی ته یې د مرګ یا زندان دوه انتخابه درلودل.

خو شل کاله وروسته دا دی د ظاهری اسبابو له پلوه دغه کمزوری او ځپل شوی خلک د الله تعالی او افغان غیور ملت په مرسته او د بې سارې قربانیو په ورکولو سره واکمن دی، د ټول هیواد د چارو واګې یې په لاس کې دی، له خپلو مخالفینو، قاتلانو او ظالمانو څخه د غچ اخیستنې هر ډول امکانات په واک کې لری، خو بیا یې هم د عفوې او بخښنې لار انتخاب کړې او همدا د افغانستان د دایمی ثبات او ژغورنې لار بولی.

د یو بل زغمل او په تېروتنو یې سترګې پټول  ډېره ښه، د افغانستان د پرمختګ او دایمی ثبات ته د رسېدو لاره ده. دغه د اسلام ښوونه او رښتینی انځور هم دی، څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دې اصل بنیاد ایښی او  د مکې مکرمې له فتحې وروسته یې له مکه والو د غچ اخیستنې پرځای، د عفوې او بخښنې لاره خپله کړه او په دې توګه یې په عربی جزیره کې د دایمی ثبات لپاره مهم ګام پورته کړ.

د اسلامی امارت مشرانو هم د دایمی ثبات لپاره ډېر زړور، له عقلانیت او تدبیره ډک ګام پورته کړی، ټول افغان ملت یې تر شا ولاړ دی؛ خو دا اوس په هغو سیاسیونو او د تېر حکومت په چارواکو پورې اړه لری، چې څه ډول فیصله کوی، که رښتیا افغانان وی او د افغان ملت په درد دردمن او د سوکالۍ هیله لری، بایدخپل هیواد ته راستانه شی او د دې هیواد په جوړولو کې له رامنځته شوی طلایی فرصت څخه ګټه پورته کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید