روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ناټو یو ځل بیا د طالبانو په مقابل کې د افغان ځواکونو ننګه وکړه

په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په اړه د امریکا له پرله پسې خبرداریو وروسته، ناټو هم د نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پیاوړی کولو ټینګار کړی دی. د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ وایی: افغانستان کې مو د حضور هدف یوازې د نظامی ځواکونو لاتړ دی.ښاغلی برګ په بروکسل کې د سپټمبر د۱۱ قربانیانو په یاد غونډه کې وویل: ناټو او همکاران به یې افغان نظامیانو سره د روزنې او مشورې مرستو ته دوام ورکړی، چې هغوی له تروریزم سره د مبارزې لپاره لا پیاوړی شی: (( افغانستان کې زموږ د ځواکونو حضور د سولې د زمینې برابرولو لپاره دی، خو د سولې لاره اوږده او سخته ده.))له ښاغلی برګ سره هم مهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سپټمبر۱۱ مراسمو کې یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: د طالبانو پر وړاندې د امریکایی پوځیانو عملیات دومره شدید شوی، چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.ناټو یو ځل بیا په داسې حال کې د افغان ځواکونو ننګه کوی ،چې وړمه ورځ د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو هم په طالبانو د سختو بریدونو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې طالبان به په راتلونکو ۲ میاشتو کې دومره وځپی چې د سر د پورته کیدو توان ونه لری.د دوی په وینا چې د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه لری، خو اټکل کوی، چې په دغه ډله د درنو بریدونو مرګ ژوبله ۶۳ سلنه لوړه شوې.په طالبانو له هغې وروسته د شدیدو بریدونو خبرداری ورکول کېږی، چې له دغه ډلې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خبرې تر نهم پړاوه ورسېدې، خو طالبانو په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ګڼو افغانانو او بهرنیانو ته مرګ ژوبله واړوله، چې له امله یې د امریکا ولسمشر دغه خبرې له یوه مخه رد او له منځه یوړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید