روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ناټو له افغانستان سره پوځی همکاریو ته زور ورکوی

د ناټو غړی هېوادونه په هېڅ توګه له افغانستانه د بې مسوولیته وتلو له پرېکړې سره همغږی نه دی، بلکې غواړی، چې په اوسنی وخت کې له افغانستان سره پاتې شی او په پوځی او تجهیزاتی ډګرونو کې له افغانستان سره همکاریو او مرستو ته زور ورکړی. ناټو غړی هېوادونه د افغانستان حالت ښه درک کولی شی، ناټو وایی، چې لا هم د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته سخته اړتیا ده، دا مبارزه باید دوامداره وساتل شی، دا مبارزه باید وګټل شی. دا هغه څه دی، چې امریکا هم ورته ژمنه ده، د امریکا لوړ پوړی پوځی چارواکی وایی، چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه باید وګټل شی او د هغوی پر وینا چې ګنې اوس دې موخې ته نږدې شوی هم دی.

د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ وړمه ورځ (دوشنبه)د امریکا له نوی سرپرست دفاع وزیر سره په افغانستان کې تر هغه مهاله چې اړتیا وی د ځواکونو د حضور د دوام پر ژمنې خبرې کړې دی. سټولټنبرګ له کریسټوفر سره د افغانستان په شمول د امریکا په مشرۍ د ناټو د ۳۰ غړیو هېوادونو د اجنډا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په جنګ ځپلی افغانستان کې د ناټو امنیتی رول بدل شوی نه دی: ((د ناټو یو غړی هېواد هم نه غواړی چې ځواکونه یې تر اړتیا د زیات وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شی، خو په عین وخت کې غواړی چې خپلې بریاوې یې خوندی پاتې شی او دا یقینی شی چې افغانستان به بیا پر امریکا یا د ناټو پر کوم غړی د حملې لپاره د تروریستانو پر پناهځای نه بدلېږی.))

افغان حکومت هم همداسې ملګرتیا غواړی، ځکه له طالبانو سره د القاعده پراخ ملاتړ شته او دا دواړه ډلې له نورو ترهګریزو ډلو سره په پاکستان کې بیا را پورته شوې او د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ هره برخه ګواښلی شی. نړیوالې ټولنې، ناټو او خپله امریکا ته هم ښه مالومه ده، چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی دی او آن خپلې ملېشې یې هم د ترهګرۍ په لیکو کې داخلې کړې دی، پاکستان په همدې توګه له افغانستان سره مخامخ جګړې ته داخل شوی او هڅه کوی، چې پر افغانستان فشار راوړی، چې د دوی د نفوذ ساحه ورته ومنی، په ورته وخت کې پاکستان له هند سره د همدې ترهګرۍ پر مټ جګړه کوی، په تېره بیا د کشمیر د نیولو لپاره همدا ترهګری غوره پوځی پدیده بولی. د دې ترهګرۍ د تمویل لپاره پاکستان د افغانستان په جګړه کې مالی منابع لټوی. په ورته وخت کې د عربو له یو شمېر شیخانو او تېر ایستل شویو احساساتی سوداګرو د دې ډلو د تمویل لپاره پیسې تر لاسه کوی، مخدر مواد نور هغه څه دی، چې پاکستان یې د ترهګرۍ د تمویل لپاره کاروی!

دا ټول د ترهګرۍ هغه خطرونه دی، چې امریکا او ناټو ورسره مخ دی، ملګری ملتونه هم وخت ناوخت په دې اړه اندېښنې څرګندوی. له دې سره حالات داسې نه دی، چې ګنې افغانستان دې یو ناڅاپه د ترهګرۍ په لومو کې پرېښوودل شی. سره له دې، چې افغان ځواکونه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې بریالی دی، خو دا ترهګری د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې ځالې لری، نو د دې ځالو له منځه وړلو لپاره نړیوالې ترهګرۍ ضد مبارزې ته اړتیا ده، ځکه افغان ځواکونه یوازې او یوازې له رااوښتونکو ترهګریزو ډلو سره د افغانستان په اوسنۍ محدوده کې جګړه کولی شی، خو له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د ترهګرۍ ځپل بیا د نړیوالې ټولنې ګډه مبارزه غواړی. دا مبارزه حتمی ده، د دې مبارزې لپاره د افغانستان ملاتړ او په پوځی او اقتصادی ډګرونو کې د افغانستان پیاوړی کول، د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستر لومړیتوب دی، همدا وجه ده، چې د ناټو غړی هېوادونه له افغانستان سره دې همکاریو ته ژمن دی. امریکا هم د ناټو یوه برخه ده، کله چې ناټو کومه پرېکړه کوی، نو امریکا هم اړه ده، چې ورسره سر وخوځوی.

دا منو چې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې، چې ګنې د کرېسمس تر راتګ وړاندې به له افغانستانه خپل ځواکونه راستنوی، خو دا د کمپاین یوه لاپه او یوه برخه ده، له هغه وړاندې نورو ولسمشرانو هم ورته لاپې وهلې دی، خو د ترهګرۍ پرضد مبارزه هغوی اړباسی، چې د ځان د خوندیتوب او د نړۍ د خوندیتوب لپاره لاس په کار شی، د افغانستان اهمیت د دې لپاره اړین دی او دا جغرافیه باید د نړۍ او سیمې د امنیت او ثبات لپاره خوندی وساتل شی. همدې ته په کتو سره  د افغان حکومت لوېدیځو ملاتړیو بیا بیا ژمنه کړې چې له افغانانو سره به ودرېږی او پرې به نه ږدی چې دا هېواد یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید