روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ناټو: طالبان دې د افغانانو غوښتنو ته درناوى وکړی

د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړى ملکی استازى وایی: طالبان باید د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسی.

د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړی ملکی استازی نیکولاس کې له طالبانو غوښتی چې ژرترژره له افغان حکومت سره خبرې وکړی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغانی خبرو ته کېنی.

ښاغلی نیکولاس کې دا څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مرکزی قرارګاه څخه د لیدنې پرمهال کړی.نوموړی له دې لیدنې وروسته په یو تصویری پیغام کې وویل : طالبان باید د افغانانو غوښتنو ته درناوى وکړی.

ښاغلى نیکولاس کې زیاتوی، چې د ناټو غړی او شریکان له افغان حکومت او خلکو سره نږدې همکاری کوی، څو په دې هېواد کې د دوامدارې سولې امکان برابر شی.د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد د جون په پنځمه په بروکسل کې و او له عمومی منشی ینس سټولټنبرګ سره یې د افغان سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې. سټولټنبرګ له دې لیدنې وروسته پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل ، چې د ناټو ۴۱ غړی او شریکان د ښاغلی خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوی.خلیلزاد تراوسه په شپږو پړاوونو کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړی، خو په دې ټولو خبرو کې د افغان حکومت ځای تش و.همداراز دوه ځلې په مسکو کې په بین الافغانی خبرو کې هم د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود.طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی دی.

د ناټو ملکی استازی په خپلو څرګندونو کې دا یادونه هم کړې ، چې په افغانستان کې له څلوېښت کاله جګړې وروسته اوس د سولې تر ټولو مناسب وخت رارسېدلی دی.نیکولاس کې په روژې میاشت کې مزارشریف ته د سفر پرمهال ویلی وو ، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به د روژې تر پایه او یا له هغه لنډه موده وروسته پیل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید