د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ناټو اعلام وکړ ،چې د افغانستان د سولې په بهىر کې به مرسته وکړی.د ناټو عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ د بلجىم په پلازمېنه بروکسل کې ووىل ، چې د ناټو او نورو د مرستې ترمنځ توپېر شته.ښاغلی سټولټنبرګ زىاته کړه: (( موږ دا هڅې داسې نهکوو ، چې د سولې په خبرو کې په مستقىم ډول برخه واخلو ،ځکه چې دا د ناټو اصول نه دی، خو موږ د دې خبرو ملاتړ له سىاسی پلوه کوو. د ناټو متحدان د دې خبرو ملاتړ کوی، خو زموږ د سولې ستره ونډه دا ده ، چې طالبانو او نورو ىاغىانو ته دا ښکاره پىغام ورکړو، چې تاسو د جګړې په ډګر کې نهشی برىالی کېداى، موږ افغان ځواکونه روزو، سلامشوره ورکوو او ملاتړ ىې کوو، چې دوى وتوانېږی وسله والو طالبانو ته دا ښکاره کړی ،چې دوى په جګړه کې نهشی برىالی کېداى او باىد د سولې د خبرو مېز ته کېنی.))د ناټو عمومی منشی زىاته کړه، چې د افغان سولې لپاره د امرىکا د متحدو اىالتونو او وسله والوطالبانو ارتباط مهم دى، خو پهکار ده چې تر دې وروسته هم هر راز خبرې د افغان حکومت سره په مشوره وشی.ښاغلی سټولټنبرګ زىاته کړه: (( موږ د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې د خبرو ملاتړ کوو، خو په ورته وخت کې د طالبانو او متحدو اىالتونو مستقىم ارتباط ارزښتمن دى او زه ىو مخ ډاډه ىم ،چې متحد اىالتونه دا هڅې له نږدې له کابل او له افغان حکومت سره په همکارۍ ترسره کړې دی.)) نږدې دوه اوونۍ مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امرىکا د متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد د طالبانو له استازو سره کتلی وو. تر دې مخکې د جولاى په مىاشت کې د جنوبی او مرکزی آسىا لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو د وزارت د مرستىالې الېس ولز په مشرۍ امرىکاىی ډىپلوماتانو په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره خبرې کړې وې.بل لور ته د امرىکا د متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو وزىر ماىک پامپیو د سې شنبې په ورځ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې په اړه ووىل، چې ستونزه په پاکستان کې ده او د طالبانو، حقانی شبکې ډله او ىو شمېر نور هلته خوندی پټنځاىونه لری.پامپیو زىاته کړه ،چې پاکستان ته مو په زغرده وىلی او هىله ده چې په دې برخه کې همکاری وکړی کهىې همکاری ونهکړه مسوولىت به د دوى په غاړه وی.