د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ له روسیې وغوښتل ، چې د اوکراین هغه کښتۍ او ماڼوګان سمدستی خوشی کړی چې تېره اوونۍ یې په زور د تورې بحیرې په اشغال شوې د کریمیا په سواحلو کې نیولی وو.ده وویل:(( روسیه باید د اوکراین ماڼوګان او کښتۍ خوشی کړی او هم باید د کښتیو آزاد تګ راتګ ته اجازه ورکړی، روسیه باید له خنډونو پرته اوکراین پرېږدی چې د ازوف په سمندرګی کې خپلو بندرونو ته لاسرسى ولری.))