د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د ناټو ملکی سفیر نیکولاس کی خپل حضور ته ومانه. په دې کتنه، چې په ارګ کې وشوه، دواړو لورو د سولې پروسې، له ترورېزم سره د مبارزې، د سولې په اړه د مشورتی لویې جرګې او کابل پروسې د درېیمې غونډې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررییس غنی ښاغلی نیکولاس کی ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې باید سیمه ییزه اجماع رامنځ ته او د تروریستی ډلو ترمنځ اړیکې په ځانګړی ډول له هغوی سره د دولتونو اړیکې واضح شی، چې په سیمه کې تلپاتې سوله راشی.جمهوررییس زیاته کړه: سوله د افغان دولت لومړیتوب دی او په همدې موخه مشورتی لویه جرګه جوړېږی او دغه راز د کابل پروسې درېیمه غونډه به پر سولې تمرکز ولری. د کتنې په پای کې نیکولاس کی وویل: د ناټو سازمان د افغان دولت له ټولو برنامو په ځانګړی ډول د تلپاتې سولې برنامې هر اړخیز ملاتړ کوی او د مشورتی لویې جرګې او کابل پروسې د درېیمې غونډې د جوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.