روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ناټو:طالبان باید پوه کړای شی چې د جګړې له لارې بریا نه شته

د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ وایی: لازمه ده، چې طالبان په دې پوه کړای شی چې د  جګړې له لارې بریا ته نه شی رسېدلای. نوموړی په لندن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې ویلی: په افغانستان کې د سولې څخه د ملاتړ غوره لاره دا ده، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشی چې طالبان پوه شی چې د  جګړې له لارې بریا ته نه شی رسېدای. ښاغلی سټولټنبرګ ویلی: ناټو د سولې له مذاکراتو د دې لپاره ملاتړ کړی، چې په سیاسی حل باور لری: (( امریکا له ناټو او ټولو متحدینو سره په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه له نږدې مشوره کوی، موږ د سولې د خبرو د بیا پیل هرکلی کوو.))  نوموړی ټینګار کړی، چې د سولې په مذاکراتو کې باید  طالبان په دې پوه کړای شی چې د  جګړې له لارې بریا ته نه شی رسېدلای.دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلى و او له ولسمشر غنی او نورو افغان لوړ پوړو سیاستوالو سره یې لیدنې کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید