روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ناروی: د افغان حکومت خلاف د هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه کوو

د ناروې سفیر وایی ،چې ناروی په افغانستان کې د افغان حکومت خلاف د هېڅ وسله والې ډلې ملاتړ نه کوی.د ناروې سفیر انډرس لینډمن د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلی ،چې هیواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې، دوامداره دوستی ، ګډ کار او سیاسی تعامل غواړی. ده زیاته کړې ،چې ناروې د افغان حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال مخالفت پلوی او ملاتړ نه کوی.د ناروې سفیر وویل، چې د ناروې او افغانستان تر منځ دوستانه اړیکې دوامدارو سیاسی بحثونو او تماسونو ته اړتیا لری.په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د افغانستان د کړکېچ په تړاو د ناروې سوله ییزې هڅې وستایلې.

ده په ځانګړې توګه  په اوسلو کې د افغانستان لپاره د سولې د  وروستۍ غونډې، له اروپایی چارواکو او اروپا مېشتو افغان مدنی ټولنو سره د افغانستان د اسلامی امارت د پلاوی د مخامخ غونډې او افهام او تفهیم ته د زمینې برابرولو او په افغانستان کې د ماین پاکولوله پروژو سره د ناروې له مرستو مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ناروی سفیر تېره ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هم کتلی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید