روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

نادری: هغه ادارې چې ښځو ته سالم کاری چاپېریال جوړوی ستایل کېږی

د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر ویلی: هغه ادارې چې د ښځو لپاره د سالم کاری چاپېریال، د ښځو مشارکت زیاتوالی اداری کړنلارې د تطبیق او ازار او اذیت د مخنیوی په برخه کې هڅې کوی، ستایل کېږی. د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادری، د ملکی خدمتونو په ادارو کې د ښځو حقونو ملاتړ واحدونو استازو په شتون کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی مخنیوی شپاړس ورځنی کمپاین په وروستۍ ورځ وویل، چې په راتلونکی کال کې به له دولتی ادارو څخه د کمېسیون څارنه د شمېرو له مخې وی، څو ادارې ډېرې حساب ورکوونکې شی او روښانه شی چې د ښځو لپاره د سالم چاپېریال رامنځ ته کولو او د ازار او اذیت د مخنیوی په برخه کې کوم ګامونه اخیستل شوی. ښاغلی نادری وویل: (( هیله من یم په راتلونکی کال کې کمېسیون وکړای شی هغه ادارې چې د ښځو لپاره یې د غوره کاری شرایطو برابرولو او د کړنلارې تطبیق په برخه کې هڅې کړې، وستایی.)) د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه: (( ترهغې چې د بدو ښکارندو لکه د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی په اړه خبرې په یوه عمومی بحث بدلې نشی او زموږ د سیستمونو او جوړښتونو برخې نشی، هغه موخې چې موږ یې څارو ، یوازې د یوې غونډې په جوړولو نه ترلاسه کېږی.)) د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون د ښځو ملاتړ ریاست واکیالې فریده دروېش وویل ، چې په ملکی خدمتونو کې د ښځو لپاره د خوندی کاری فضا رامنځ ته کول، په ملکی خدمتونو کې د ښځو مشارکت زیاتوالی پالیسی یوه برخه ده، چې د دغې کړنلارې عملی کېدل، ښځې د کاری چاپېریال له څرنګوالی ډاډمنوی او په دولتی ادارو کې د دغې پالیسۍ د تطبیق څارنه د کمېسیون له مسوولیتونو بلل کېږی. نوموړې دغه راز، د ښځو لپاره د خوندی چاپېریال په برخه کې د ملکی خدمتونو د ۴۵ ادارو د کړنو راپور وړاندې کړ. نوموړې د کلیو پراختیا، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو،بهرنیو چارو، مخابراتو ، کرنې، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا، اقتصاد وزارتونه، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون، لوی څارنوالۍ، د علومو اکاډمۍ او د مشرانو جرګې دارالانشاء هغه ادارې یادې کړې ، چې د ښځو لپاره یې د خوندی چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې ډېره پاملرنه کړې.په همدې حال کې په کار ځای کې د ښځو د ازار او اذیت د شکایتونو څېړلو کړنلاره، د کمېسیون د رییس احمد نادر نادری له خوا اجرا شوه. دغه کړنلاره، د ښځو د ازار او اذیت د مخنیوی او له شاکی او زیانمنو ښځو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې چې له مخې یې د ښځو د ازار او اذیت، تبعیض امیزه او غیر عادلانه چلند په اړه شکایتونو ته د یوې صلاحیت لرونکې کمېټې له خوا څېړل کېږی. دغه کړنلاره په لومړی قدم کې په کمېسیون کې تطبیق کېږی او وروسته له یوې ارزونې وروسته، د یوې پالیسۍ په توګه په ټولو ادارو کې تطبیقېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید