د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمېسیون رییس نادر نادری وایی : چې لا هم د ګمارنې او اداری اصلاحاتو په برخه کې د بدلون راوستلو په برخه کې د دولتی چارواکو تر فشار لاندې دی.ښاغلی نادری دغه خبره له امریکا غږ سره په مرکې کړې او ویلی یې دی ،چې د ګمارنې د سیستم په کمپیوټری کولو به تر ډېره د دغو لاسوهنو مخه ونیول شی. ښاغلی نادری ویلی ، چې له کلونو راهیسې هڅه کوی، چې خپلو مراجعینو ته د استخدام پروسه آسانه کړی او په ټولې پروسې کې د انسانانو پرځای له کمپیوټری سیستمه ګټه واخیستل شی.دی زیاتوی، چې د کمپیوټر په کارولو سره به له یوې خوا پروسه چټکه شی او له بلې خوا به د فساد مخنیوی وشی.نادری وایی : په تېرو دوو کلونو کې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسیون ۵۱ زره کسان په دندو ګمارلی ، چې دغه کار په کمېسیون د خلکو اعتبار ډېر کړی دی. د فساد په اړه په افغانستان کې د امریکا د سفیر د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی نادری وویل، چې افغان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره غټ ګامونه اخیستی او د فساد د شتون په اړه د بهرنیو بنسټونو د راپورونو په ځواب کې ولسمشر اشرف غنی وخت په وخت خپلې څرګندونې له خلکو سره شریکې کړی دی. په دولتی پوستونو کې د نویو کسانو د ګمارلو د پروسې په اړه ښاغلی نادری وویل، چې د ازموینې اخیستل او ارزول د کمپیوټر په مرسته کېږی او کمپیوټر ته د چا قومیت مطرح نه دی، یواځې لیاقت یې ګوری. ښاغلی نادری همداراز د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو له خوا د ملکی خدمتونو ټولو کارکوونکو د راجستر کولو په اړه خبر ورکړ او ویې ویل: دغه پروسه ۸۰ سلنه بشپړه شوې او هیله ده چې د روان لمریز کال تر پایه به پوره شی.