د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سىاسی استازوالۍ دفتر «ىوناما» وایی، له دې سره سره چې په افغان نظارت خانو کې د شکنجو په قضىو کې کموالى راغلى، خو وایی،دا اقدامات بسنه نه کوی. ىوناما د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشری حقونو له دفتر سره په ګډ راپور کې، وىلی، چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه بىا د ۲۰۱۸ کال تر پاىه په نظارت خانو کې د شکنجې او بد چلند کچه ۳۲ سلنې ته راټېته شوې ده. راپور وایی، چې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ څخه بىا د ۲۰۱۶ کال تر پاىه دغه کچه ۳۹ سلنه وه چې تېر ۲۰۱۸ کال کې کموالى ښیی. په دغه راپور کې وىل شوی چې د ملی امنىت په تاسىساتو کې د شکنجې او بدچلندۍ مخنىوى له ۲۹ سلنې څخه ۱۹ سلنې ته راټىټ شوى او د پولىسو په نظارت خانو کې له ۴۵ سلنې څخه۳۱ سلنې ته راټىټ شوى دى. ىوناما که څه هم په افغان نظارت خانو کې د شکنجو کمېدل د افغانستان په ملی پلان کې پرمختګ او د قانون پلې کېدل په ګوته کړی، خو له دې سره سره ىې اندېښنه ښودلې چې لا هم افغان ځوانان په نظارت خانو کې له «زىات» بدچلند سره مخ دی. راپور وىلی، چې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه بىا د ۲۰۱۸ کال تر پاىه د ۲۸ ولاىتونو په ۷۷ نظارت خانو کې ۶۱۸ زندانىانو د شکنجې او بد چلندۍ په اړه ملګرو ملتونو ته شکاىت کړى دى. په دغه راپور کې د زندانىانو وهل ټکول، د شکنجو له لارې اعتراف، خراب زندانونه، د رڼا نشتوالى او د کورنۍ غړو او مدافع وکىل ته کم لاس رسى هغه څه بلل شوی چې ىوناما ورباندې اندېښنه ښودلې. د دغه راپور د څېړنو لهمخې: (( په داسې حال کې چې په کندهار کې د ملی پولىسو په توقىف ځاى کې د شکنجې د وحشىانه ډولونو، لکه خپکۍ کولو، برقی شاکونو، له تناسلې آلې څخه د راښکلو او د کوټې له چت څخه د راځوړندولو په ګډون ۷۷ سلنه د اندېښنې وړ شکنجو ادعاوې شوې دی.))په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د عالی کمېشنرې، مىشل باشلىټ له قوله وىل شوی: (( ىو کال وړاندې، په همدې ورځ، د افغانستان دولت د شکنجې د مخنىوی په پار د شکنجې ضد کنوانسىون د اختىاری پروتوکول د پلی کولو ژمنه وکړه.)) نوموړی له افغان حکومته غوښتی چې په زندانونو کې د شکنجو د مخنىوی لپاره ډېر ژر ىو ملی مىکانىزم رامنځته کړی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر تدامىچی ىاماموتو هم وىلی چې د دې ناوړه کړنې د له منځه وړلو لپاره لا هم اوږده لاره پرته ده.