روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

میدل ایست آى:شکنجه او ځورونه هغه شوم میراث دى، چې د امریکا جمهور رئیسانو نسل په نسل ساتلې

په داسې حال کې چې  د بشر د حقوقو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو رسنیو په افغانستان کې د برېټانیایی ځواکونو هغه ناوړه عملونه چې ترسره کړی یې وو، د خبرو محور ګرځولى، یوې بلې لوېدیځې رسنۍ د امریکایی ځواکونو جنایتونه او د بندیانو ځورونه چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې ترسره کړی څېړلی دی.د ((میدل ایست آى)) خبری آژانس (( امریکایی ځورونه د افغانستان له بګرام څخه د کیوبا تر ګوانتانامو پورې)) ترعنوان لاندې په رپوټ کې ځورونه په نړۍ کې د امریکایانو د یو ناوړه میراث په توګه بللی دى.دغه خبری آژانس ادعا کړې، چې تر جورج بوش او جوبایډن پورې ټول امریکایی مشرانو په دغه شان انسانی او بشری ضد کمپاین کې لاس درلود ،خو تل یې د خپلو ځواکونو دغه شان جنایت پټ کړی او یا یې ورڅخه انکار کړى دى.

دغې لوېدیځې رسنۍ ویلی: سره له دې چې امریکایی او د لوېدیځو هېوادونو ځواکونو د خپلو دښمنانو ځورونه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله بللې او تل یې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په دغه کار لاس پورې کړى، خو ادعا کوی چې امریکا په داسې یو موقعیت کې ده، چې باید نور هیوادونه د ځورونې د استفادې او د بشری حقونو د سرغړونې په دلیل مجازات کړی.

میدل ایست آى ټینګار کوی، چې د امریکایانو او د نړۍ د نورو ملتونو پرخلاف د امریکا د دولتونو له لوری سیستماتیکه ځورونه په امریکا کې د حکومتولۍ د ارزښتونو او د دغه هېواد د نړیوالې سلطې د ساتنې په تعریف بدل شوى دى.

میدل ایست آى په دې اړه لیکی: ((څو ورځې وړاندې  په نړۍ کې د ځورونې قربانیانو د ملاتړ د نړیوالې ورځې په درناوی د امریکا جمهوررئیس جوبایډن او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن ویناوې صادرې کړې او په  کې یې ځورونه غندلې او ژمنه یې کړې، چې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره هرڅه چې په توان کې لری ترسره کوی.)

خو بیا هم باید پوه شو، چې  امریکایی مقامات په ملتونو د بندیزونو د لګولو او د نورو دځورونې مجوز د صادرولو په ګډون د خپلو بشری حقونو ضد اقداماتو په اړه د ځواب ورکولو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی.

د اوسنی او پخوانی امریکا مشرانو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د CIA سازمان له خوا د پټو زندانونو  په لرلو سره  په ځورونې لاس پورې کړى دى.

هغوى د افغانستان په بګرام یا هم د کیوبا په ګوانتانامو او نورو هېوادونو کې د بندیانو په ځورونې سره آن په خپل هېواد کې د خپلو پولیسی  ځواکونو ناسمو چلندونو سره په عملی توګه دغه پیغام نړیوالو ته رسوی؛ چې  د امریکایی مشرانو په نظر ځورونه  په یوه عقیده  بدله شوې او په دې لاره کې ځورونه  د هغو کسانو د ماتولو په لاره کې یو مهم تکتیک دى، چې په امریکا کې او له امریکا بهر نیول شوی او امریکایی ضد فکر لری، په همدې حال کې جوبایډن په خپلو دریځونو ټینګار کوی چې د نړۍ نور دولتونه د ځورونې په دلیل ځواب ورکولو ته اړ شی، ده په دې وروستیو وختو کې ویلی ((کله چې یو دولت د خلکو په ځورونه اقدام کوی په واقعیت کې یې اخلاقی قدرت نړېږی او خپل مشروعیت هم کمزورى کوی او کله چې ځورونه د ملی امنیت په نامه هم ترسره شی یوازې دښمنان به پیاوړی او زیات شی، نا آرامۍ به زیاتې شی او دولتونه  له نړیوال پلوه منزوی کوی)).

میډل ایست آى وویل: په دې چوکاټ کې جوبایډن د شکنجې په مسئله کې د امریکا د حکومت اوسنی میراث له پامه غورځولی او نورو ته یې ګوته نیولې ده، په داسې حال کې چې له ده  مخکې جمهور رئیسانو دغه دروغجن او ګمراه کوونکی داستان چې د شکنجې په رواجولو چې د امریکایی ارزښتونو پر خلاف و ټینګار کړى دى.

میډل ایست آى ویلی، دا په داسې حال کې ده، چې د تاریخ په اوږدو کې زیات سندونه شته ثابتوی، چې ځورونه د امریکا په تاریخ  کې یو تاریخی او دوامداره کار دى.

انتونی بلینکن په امریکا کې د ځورونې د مسئلې په اړه په خپل دریځ کې وایی، موږ څرګندوو چې باید له خپلو نیمګړتیاوو او تیروتنو سره مقابله وکړ او امریکایی ارزښتونه  له پخوا زیات پیاوړی کړو، د امریکا په نظام کې ځورونه یوه تېروتنه نه ده  لکه  ملی امنیت ته د رسېدو لپاره یو لارښود دى، چې له دې لارې واک عملی کېږی او د مخالفینو مدیریت کېږی.د بلنیکن دریځ هم د دې خبردارۍ د لېږلو په لټه کې دى که چېرې نور دولتونه په ځورونې لاس پورې کړی تر تعقیب لاندې نیول کېږی او باید ځواب ورکړی او په دې ترتیب هڅه کوی، چې د ځورونې مسئله نورو هېوادونو ته نسبت ورکړی او د امریکا لمنه  له هغې څخه پاکه کړی.باید هیر نه  کړو ،چې امریکا  د ترور پرخلاف  د نړیوالې جګړې ترعنوان لاندې د خپل مشهور کمپاین په چوکاټ کې چې د سپتمبر د١١مې نیټې له بریدونو وروسته خپله کړې، په عملی توګه یې ځورونه د دغه کمپاین په یوه مهمه برخه بدله کړې او په سیستماتیک ډول له دې وسیلې څخه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د CIA سازمان په زندانونو کې د امریکا د ملی امنیت ساتنې په لاره کې په سیستماتیک ډول استفاده کړې ده.

که چېرې په رښتیا امریکا غواړی چې په نړۍ کې د ځورونې له مسئلې سره چلند وکړی باید د نمایشی ویناوو له صادرولو ډډه وکړی او  نورو ته د ځواب ورکولو پرځاى په دې اړه خپلو تېر وتنو ته هم ځواب ورکړی. د تروریزم پر خلاف د نړیوالې جګړې په اړوند د امریکا  دولت د کمپاین  له پیل څخه د شلو کلونو له تېرېدو وروسته زیاتو محدودو مواردو شتون درلود، چې د امریکا دولتونو د ځورونې په اړه د خپل هېواد ناوړه میراث ته خطاب کړى دى، د مثال په ډول د امریکا پخوانی جمهور رئیس جورج بوش اړ شو ،چې د عراق په ابوغریب کې د امریکایی ځواکونو په وحشتناکو جنایتونو انتقاد وکړی، د دې اقدام اصلی دلیل دا و چې پر هغه وخت کې دغه جنایتونه په عملی ډول امریکا ته په یوې سترې رسوایی بدل شوی وو.جورج بوش  په ٢٠٠۴ م کال کې په یوې وینا کې وویل، چې د امریکا خلک د عراق په ابوغریب زندان کې د بندیانو پرخلاف د ځورونې له امله په ژوره توګه شوکه شول، دغه شان اقدامات یوه تېروتنه وه او هغه  زموږ د ملت له سیاستونو او ارزښتونو سره په تضاد کې دی.

په بل بیان سره آن کله چې د جورج بوش په شان یو سړى د نورو کسانو پرخلاف د ځورونې په اړه د امریکا په تېروتنو او ناسمو چلندونو اعتراف کوی او ادعا کوی  دغه شان اقدامات د امریکا له ارزښتونو سره په تضاد کې دی.دا په داسې حال کې ده چې هغه د موضوع ژورتیا او د دې مسئلې جدی زیانونو ته پاملرنه نه لری.

میډل ایست آی ویلی: دا هم باید په پام کې ونیول شی، چې د جورج بوش څرګندونې د ابوغریب د شکنجې د جزئیاتو په اړه د متحده ایالاتو د پوځ له خوا د رسمی تحقیقاتو له خپرېدو لږ وروسته چې د تاګوبا راپور په نوم یادېږی، خپور شو، د دغه راپور په بڼه کې ویل شوی، چې د ابوغریب په زندان کې ناسمې کړنلارې لکه د جنسی تېری، د خلکو په مصنوعی توګه ډوبېدل او نور ډول ډول غیر انسانی چلندونه لکه د بندیانو په غاړه کې د سپیو ځنځیرونه  اچول شوی دی.

له هغو پراخو شواهدو سره سره چې د ابوغریب په زندان کې له بشری حقونو څخه د سرغړونې او د خلکو په وړاندې سخته شکنجه تاییدوی، په پایله کې، یوازې یوولس امریکایی سرتېری چې هېڅ یو یې لوړ رتبه نه و، دوی د خپلو جرمونو له امله محکوم شول. دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د واک لوړ پوړو مشرانو هېڅکله ځواب نه دی ویلی او په عملی ډول هغوی ته د شنه څراغ په ښودلو او له دغه ډول کړنلارو څخه د مصونیت په ورکولو سره په امریکا کې د شکنجې فرهنګ د دوام ضمانت کېږی.دا په ډاګه کوی چې امریکا په نړۍ کې د بشری حقونو اصلی سرغړوونکی هیواد دی او په لوېدیځ کې یې خپل متحدین دې ته اړ کړی؛ چې د نړۍ د تسلط په موخه او د امریکا له بقا د لپاره دا کار وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید