د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا ولسمشر خبردارى ورکړ ،چې که چېرته د مکسیکو چارواکی د غیرقانونی کډوالو مخه ونه نیسی، له دغه هېواد سره به پوله بنده کړی.ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل: که چېرته د غیر قانونی کډوالو ستونزه هواره نشوه، نو ډېر امکان لری ،چې سر له راتلونکې اوونۍ سرحد بند کړی.ده وویل: ((اوس دوه لوی موټر له ګواتیمالا راروان شوی ، له مکسیکو راتېرېږی، مکسیکو کولای شی ،چې د دغه کاروان مخه ونیسی، خو دا کار نه کوی، که یې مخه ونه نیسی، موږ به پوله وتړو.)