د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړمه ورځ د فرهنګی میراثونو د ساتنې ملی ورځ په ملی موزیم کې ونمانځله .په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معیینانو او رئیسانو او یو شمېر فرهنګیانو په ګډون جوړه شوې وه، لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی، اداری اوګرځندوى معیین سعد الدین سعید د افغانستان د فرهنګ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل ،چې د فرهنګی میراثونو ساتنې لپاره اسلامی امارت کلک هوډ لری.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعیین مولوی عتیق الله عزیزی وویل: د دې غونډې جوړول د هیواد فرهنګی میراثونو ته د اسلامی امارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې څرګندونه کوی . ده وویل: فرهنګی میراثونه د افغانستان او د دې خاورې د خلکو تاریخ او هویت څرګندوی او اسلامی امارت د تاریخی اثارو د قاچاق، انتقال او غیر قانونی کېندنو د مخنیوی لپاره کار کوی.مولوی عزیزی وویل: سره له دې چې په تېرو وختونو کې یو شمېر تاریخی سیمې خلکو غصب کړی؛ خو اسلامی امارت د هیواد د تاریخی ځایونو، لرغونو آثارو او فرهنګی میراثونو ساتنې ته ژمن دی.ورپسې د اسلامی امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال ذبیح الله مجاهد د فرهنګی میراثونو د ارزښت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامی امارت د هیواد د فرهنګی میراثونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوی. ده زیاته کړه: د هیواد تاریخی آثار زموږ د تېر تاریخ د پوهې کچه او د ټولنیز ژوند څرنګوالى ښیی.مجاهد همدا راز له نړیوالو موسسو وغوښتل چې د فرهنګی میراثونو په ساتنه کې له اسلامی امارت سره مرسته او همکاری وکړی.ده ټینګار وکړ، هغه تاریخی ابدات چې د دې خاورې د پخوانیو فرهنګی میراثونو حیثیت لری، ساتنه یې د دولت تر څنګ د هر افغان دنده ده او اسلامی امارت هڅه کوی چې د هیواد د فرهنګی میراثونو د ساتنې ترڅنګ د هیواد د پولو او امنیت په ساتنه کې هم هڅې وکړی.
دغه راز په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د کوشانی نړیوال څېړنیز مرکز رئیس سرڅېړونکى کتاب خان فیضی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار شیخ حسن خان، د خلکو د فرهنګ ریاست استازی نعمت الله صافی او کریم الله ارین په ترتیب سره د فرهنګی میراثونو پر ارزښت خبرې وکړې.
دغه راز په غونډه کې د کمال الدین بهزاد د سبک یو مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو او ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالانو د فرهنګی میراثونو د ساتنې د ملی ورځې په مناسبت د افغان هنرمندانو د لاسی صنایعو نندارتون د ګډونوالو پرمخ پرانېست. باختر