روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

موږ دا وړتیا لرو چې په نړیوال جام کې سترې لوبډلې وننګوو

د افغانستان د ملی لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبی ویلی، چې د هند په غوره لیګ کې لوبېدل به په نړیوال جام کې له دوی سره د فشار په حالت کې مرسته وکړی.

محمد نبی چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په څلورو لوبو کې ۷ وېکټې اخیستی او غوره اقتصادی توپ اچونه یې کړې ، ای پی ایل د افغان لوبغاړو لپاره غوره بخت بولی.

نوموړی د خبری کانفرانس له لارې زیاته کړه، چې د هند په غوره لیګ کې په هر مهال توپوهنه یا توپ اچونه کول لوبغاړی له فشار سره عادی کوی او کولای شی ښه تجربه ترلاسه کړی.

(( موږ په نړیوال جام کې بشپړ کوښښ کوو ،چې سترې لوبډلې وننګوو او پر وړاندې یې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو، که خدای کول په نږدې راتلونکی کې به په ټیسټ لوبه کې هم سترو لوبډلو ته ګواښ واوسو‎))

محمد نبی د خپلې لوبډلې لپاره په تېره لوبه کې هغه مهال وروستی اور ترسره کړ، چې سیالې لوبډلې ۱۱ منډو ته اړتیا درلودله، نبی په سخت فشار کې هم غوره توپ اچونه وکړه، خو په پنځم توپ یې د ډیویډ وارنر دخرابې ډګر ساتنې له کبله د یادو منډو دفاع ونه شواى کړای.

نوموړی ددغو خبرو پرمهال د راشد خان او مجیب الرحمن په اړه وویل: (( هغوی دوه حمله کوونکی توپ اچوونکی دی چې هرمهال د وېکټو اخیستلو وړتیا لری، راشد خان په منځنیو او وروستیو اورونو کې او مجیب په لومړیو اورونو یا پاور پلې کې خطرناک ثابتیدلای شی.))

محمد نبی زیاته کړه، چې له یادو توپ اچوونکو سره زه د دفاعی توپ اچوونکو په حیث چې توپونه میس کوم مرسته کوم، له یوې مخې به وېکټې واخیستلی شو او له بلې مخې به د زیاتو منډو ورکولو مخه ونیسو.

د افغانستان دملی لوبډلې اوسنی درې مهم سوکه توپ اچوونکی په انګلستان غوره لیګ کې لوبېدلی دی. د نوموړی په وینا د نورو لوبډلو لپاره به افغان لوبډله ډېره ستونزمنه تمامه شی.

یاده دې وی چې محمد نبی او راشد خان هغه مهال د کرېکټ بورډ پر پرېکړه توندې نیوکی وکړې چې د یو ورځنیو سیالیو لپاره یې نوی لوبډلمشر وټاکه، ددوی موخه د نړیوال جام لپاره د لوبډلمشر بدلون پر لوبډله بد تاثیر کول وو‌.

ممکن است شما دوست داشته باشید