روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مولوی یعقوب: موږ رسمیت غواړو، علماء دې حللارې راته په ګوته کړی

هیواد ورځپاڼه (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل

د “اسلامی امارت” په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د ملی دفاع وزیر “مولوی محمد یعقوب مجاهد” پرون کابل کې د علماوو غونډې ته په وینا کې ویلی، چې د ستونزو د حل لپاره فتواوې راکړئ.

نوموړی له علماوو غوښتنه کړې ده، چې د اسلامی شریعت په چوکاټ کې د دوی د نظام ستونزې رابرسېره کړی او اسلامی امارت ته یې په اړه مشورې ورکړی.

‏ملا یعقوب مجاهد وویل “له نژدې یوه کال راهیسې هېڅ اسلامی او نا اسلامی هېواد زموږ نظام په رسمیت نه دی پېژندلی، موږ ته مشورې راکړئ چې بهرنۍ تګلاره څنګه جوړه کړو چې نړۍ مو په رسمیت و پېژنی”.

نوموړی د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده، چې افغانان باید اوسنی نظام په هېڅ صورت کې له لاسه ور نه کړی او په خبره یې دلته باید د جګړې اور د تل لپاره مړ شی.

باید وویل شی چې مولوی محمد یعقوب مجاهد د طالبانو د اسلامی تحریک د بنسټګر او د اسلامی امارت د لومړی زعیم ارواښاد “ملا محمد عمر مجاهد” زوی دی، د اسلامی امارت په لیکو کې ورته د قدر په سترګه کتل کېږی او ویل کېږی نوموړی په خپلو پریکړو کې تره ډیره جدی دی او څو ځله یې د پنجشیر ولایت په ګډون د هیواد لر او بر ته سفرونه کړی او هلته یې د هیواد له مسلحو ځواکونو سره لیدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید