روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مولوی عبدالکبیر: اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړی

د افغانستان د اسلامی امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوی عبدالکبیر وایی: نړیوال د دې پر ځای ،چې پر افغانستان فشار راوړی باید د خبرو لپاره ورته رامخکې شی.ښاغلی عبدالکبیر دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبېکستان له ځانګړی استازی سره لیدنه کې کړې دی.مولوی عبدالکبیر وېیلی، چې اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړی دی او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشری مرستو ته دوام ورکړی.د هغه پر وینا نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو له لارې حل کړی.په ورته وخت کې د ازبېکستان استازی وېیلی، چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړی.نوموړی زیاته کړې، چې دوی به د اسلامی امارت د مثبتو اقداماتو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړی او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید