روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مهاجر، د مهاجرت قوانین د مهاجر منل او د مهاجرت ستونزې

پوهاند محمد بشیر دودیال

دوهمه برخه

case د پناه غوښتونکی دوسیه: کله چې یو مهاجر د پناه اخیستونکی غوښتنلیک سپاری، باید مربوطو مقاماتو ته قانع کوونکی دلایل ووایی، یعنې ثابته کړی چې ولې یې د پناه اخیستو غوښتنلک ورکړى دى، دوى باید دا څرګنده کړی چې له چا او څه شی څخه وېریږی او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره باید شواهد او سند وړاندې کړی. معمولاً مهاجرین داسې فکر کوی، چې که چېرې څه اسناد ولری او ووایی چې د دغو اسنادو له مخې یې ژوند په خطر کې دى، نو منل کېږی ، خو دا دومره ساده نه ده لکه چې دوى یې فکر کوی، کله چې دوى د کیس یا دوسیې خبره کوی، نو معنا یې داده ، چې لازم راپورونه او شواهد باید له ځان سره ولری، نو بیا یې په پناه اخیستلو غور کېږی.

پناه اخیستل یا (Asylum  ) یعنې څه؟

یو شمېر حکومتونه د ملاتړ کولو او حمایت پروګرامونه لری چې مهاجرو ته یې برابروی په تېره بیا هغو کسانو ته چې ځانونه یې په خطر کې وی یا په ډېرو بدو شرایطو کې ژوند کوی، یعنې حکومت د مهاجرو حقوق په رسمیت پېژنی او مهاجرو ته له پنځو څخه تر لسو کلونو پورې د پاتې کېدو جواز ورکوی (البته بېلابېل هېوادونه مختلف قوانین لری)چې کوربه هېواد کې ژوند وکړی او دوى ته یو شمېر امتیازات او حقوق ورکوی، د هغه چا لپاره چې د پناه اخیستو هیله کوی، کومه ویزه نشته، دوى باید د مهاجرو په کمپونو کې انتظار وکړی،چې پرته له ویزې څخه مسافرت وکړی، یا دا چې په جعلی ویزه ورځی او داسې ښیی چې د ګرځندوى یا محصل په توګه راغلى دى، څومره چې ژر اقدام  وشی، هغومره ژر حکومت د پناه ورکولو درخواست منی. پناه هغه چاته ورکول کېږی، چې په ټاټوبی کې یې ژوند ته ګواښ وی، که چېرې دا ثابته شی چې دوى له خپل هېواده د ښه ژوند کولو په موخه وتلی دی، نو پناه نه ورکوی. مهاجر هماغه لومړنی هېواد ته چې دوى ور رسېږی، د پناه اخیستو غوښتنلیک ورکوی. معمولاً مهاجر نشی کولاى چې ځانته کوربه هېواد غوره کړی .که دوى په لومړی ځل داسې یوه هېواد ته ورشی چې امنیت ولری (لکه ایټالیا یا فرانسه) او بیا وروسته له هغه څخه کوم بل هېواد، لکه ناروې یا جرمنی ته ورشی، نو دغه هېوادونه هڅه کوی چې دغه مهاجر بېرته خپل ټاټوبی ته راستون کړی، مهاجر باید له شپږو تر اتو میاشتو پورې بې له کومې مرستې په تمه پاتې شی، چې د هغو پرېکړه معلومه شی.

Assisted Voluntary Return  د اوطلبانه راستنېدل 

که چېرې مهاجر او بې کوره شوی وګړی ونشی کولاى چې په یوه بهرنی هېواد کې ژوند وکړی ( له دې امله چې کوربه هېواد غواړی دوى بېرته خپل هېواد ته  ورستانه کړی یا دا چې مهاجر هلته ځانته ښه کار پیدا کړى نه وی)، نو غواړی چې بېرته خپل هېواد ته ستون شی، دغه ډول داوطلبان کولاى شی چې له کوربه هېواده یا د مهاجرت له نړیوال سازمانه د مرستې غوښتنه وکړی، ممکن دوى د ده د بېرته ستنېدو په خاطر نوموړی ته د ټکټ لګښت ورکړی، یا ممکن هېڅ لګښت ورنه کړی . ځینې وخت مهاجرینو ته د مهارتونو د زده کړې شپږ میاشتنی حرفوی کورسونه دایرېږی، چې خپل هېواد ته ترستنېدا وروسته ځانته یو کوچنى کاروبار پیل کړی.

Deportation/ forced Return اخراج ، جبری راستنول 

ډیپورټ له یوه هېواده د مهاجر ایستل دی. دا وضعیت هغه مهال پېښېږی، چې یو څوک له کوربه هېواده وتلو ته اړ شی، کله چې د کور به هېواد حکومت ډاډه نه وی او باور ونه کړی چې د مهاجر ژوند په خطر کې دى، نو د اوسېدو اجازه نه ورکوی،  یا هم که چېرې مهاجر هلته کوم جرم ترسره کړی او د تابعیت حالت یې هم لا معلوم نه وی ، نو په داسې حالت کې که مهاجر د راتلونکی لپاره خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیک ورکړى وی، هغه هم ایستل کېداى شی، آن دا چې که د غه ډول کسان له یوه هېواده بل ته ځی هم ایستل کېداى شی.

Detention  نیول کېدل 

د قانونی اسنادو د نه لرونکو اشخاصو بالفعل ګرفتاری ته ویل کېږی، چې کټ مټ لکه د بندی کېدو  په شان دی. هغه څوک نیول کېږی، چې غواړی پرته له اسنادو او بې له اجازې څخه یوه هېواد ته ننوځی،  یا هغه څوک چې د اوسېدو لپاره یې غوښتنلیک ورکړى وی، خو منل شوى نه وی، نو په دې ډول حالت کې پولیس دوی نیسی.

Dublin convention  د مهاجرو په هکله دوبلین کنوانسیون 

د مهاجرو په هکله دغه کنوانسیون یو قانون جوړ کړ. دغه قانون لیکی: هر هغه څوک چې لومړنی اروپایی هېواد ته ننوت، باید د پناهه اخیستو غوښتنلیک ورکړی، که د اروپا بل غړی هېواد ته  ننوت، لومړنی هېواد ته به ولېږل شی. یو شمېر اروپایی هېوادونه د دغه ډول مهاجرو لپاره پوره ځاى نه لری، نو ځکه دغه ډول مهاجرین اړ کېږی، چې یا په پارکونو او یا هم په سړکونو کې ویده شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید