د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
(شنبه د حوت ۱۶) ملی دفاع وزارت په کندهار کې د افغان ځواکونو سره به جګړه کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.د دفاع وزات په خبرپاڼه کې راغلی، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله وړمه ورځ د کندهار په ارغنداب او پنجوایی ولسوالیو کې اوښتې ده.سرچینه وایی: امنیتی او دفاعی ځواکونو ،چې هوایی ځواک یې ملاتړ کاوه، په یادو ولسوالیو کې پرطالبانو بریدونه کړی، چې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوی او ۳۶ نور ټپیان دی.په خبرپانه کې راغلی، په دغو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوی او دغه راز ۱۳ ماینونه کشف او شنډ کړای شوی دی.