د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د یکشنبې په ماښام د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه کې ،چې په ارګ کې جوړه شوه
پر ۱۸ تدارکاتی موردو هر اړخیز بحث وکړ چې په پایله کې د ۵۷،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت لاندې ۱۳ پروژې منظورې شوې:
دفوایدعامې وزارت اړوند د کابل ښار د کمپنۍ له پله څخه تر مېدان ښار درانی بازار پورې د لومړۍ برخې د دوهم لین د سرک د جوړولو د پروژې د قرارداد ورکړه؛
د کلیو او پراختیا وزارت اړوند په مشروط ډول د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د دې منډا څخه تر عباسخېلو پورې د اته کیلو متر په اوږدوالی د سرک د جوړولو او قیرولو د قراداد د ورکړې پروژې منظورېدل؛
د فوایدعامې وزارت اړوند د ۹،۱۱ کیلو مترو په اوږدوالی د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بازارد سړکونو د بیې پر زیاتوالی سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
د فوایدعامې وزرات اړوند د ۲۵ کیلو مترو په اوږدوالی د هرات ولایت د باى پاس سړک جوړولو د پروژې د دویم لاټ د قرارداد د بیې پرزیاتوالی سربېره د وخت د تمدید د منظورۍ وړاندیز؛
د فوایدعامې وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د ۶۰۰ بستریز سیمهییز روغتون د ودانۍجوړولو د پروژې دقرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
د جمهوری ریاست د عملیاتی واحد، مالی ملاتړ او چارو ادارې لوى ریاست اړوند د دارالامان د تاج بېک ماڼۍد بنسټیز ترمیم د پروژې، د کابل د څرخی پله د زندان د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د پروژې، د څرخی پله زندان د پراختیایی پروژې او د همدې ریاست اړوند یو عراده مرمۍ ضد لنډکروزر د ورکړې د منظورۍ وړاندېزونه؛
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍوزارت اړوند د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغان ټېلیکام شرکت د شپږو زونونو د سایټونو او ترانسپورټ د اړتیا وړ تېلو د برابرولو او تدارک د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه تبلیغاتی موادو د قرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
د ملی دفاع وزارت اړوند د مرکزی او ساحوی قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۳۸ قلمه مفروشاتی توکو دقرارداد د ورکړې د منظورۍ وړاندیز؛
او د ملی دفاع وزارت اړوند د پامیر ۲۰ فرقې د ۴۰ بابه کنکسونو د لېږد پروژې وړاندیز؛
ملی تدارکاتو کمېسیون د فوایدعامې وزارت اړوند د بګرام له دوسرکې څخه تر جبل السراج پورې د ۶۰۰،۲۵ کیلو مترو په اوږدوالی د دویم سرک د جوړولو پروژې د قرارداد ورکړه د عامه خبرتیا د خپرولو د نېټې د نه بشپړېدو په خاطر بېرته ورګرځوله.
ملی تدراکاتو کمېسیون د یاران اصیل د مالدارۍ د خدمتونو د شرکت پر پانګونې د بحث ترڅنګ ځینې سپارښتنې هم وکړې.
سربېره پر دې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د کاسا۱۰۰۰ پروژې او د افغانستان له خاورې سنګ تودا څخه تر نوښار سیمې پورې په درېـیو برخو کې د برېښنا د مزو د تمدید د تړونونو او د اسعارو د نوعیت د برابرولو پر یادښت هم بحث و شو چې کمېسیون منظور کړ.
په دې غونډه کې د ملی تدارکاتو ادارې مسوولینو سربېره د ملی شورا د مالی او بودجې او ملی اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړی استازی (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملی او بین المللی څارونکو هم حضور درلود.