روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملی امنیت د داعش او حقانی شبکو ۵ غړی نیولی

د ملی امنیت عمومی ریاست د حقانی شبکې او داعش ډلې ۵ غړی نیولی دی.له ملی امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، امنیتی ځواکونو د یادې ډلې هغه غړی نیولی، چې د کابل ښار په مختلفو سیمو یې د راکټی بریدونو د تنظیم، د راکټونو د انتقال او ځای پر ځای کولو دنده لرله.خبرپاڼې زیاته کړې، چې یاد کسان جاوېد، روح الله، احمد مرید، حفیظ الله او عبدالجبار نومیږی، چې د کابل ښار په ۱۷ امنیتی حوزه کې نیول شوی دی.یاد ریاست ډاډ ورکړی، چې د خپلو هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هڅه کوی ، تر څو د هدفی وژنو ګراف راښکته کړی.ملی امنیت داسې مهال د یادو کسانو د نیول کېدو خبره کوی، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار کې تاوتریخوالی او هدفی وژنو زور اخیستی او هره ورځ ډېری کسان په کې ژوند له لاسه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید